لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بشري حقونو د څار اداره: طالبان د ښځینه مرسته رسوونکو په مخ کې خنډ دي


واشنګټن ـــ پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل له بیځایه شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو په مرستو بار الوتکه کابل ته رسېدلې، خو د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځینه مرسته رسوونکو د کار مخه نیولې چې وایي له دې سره بشري بحران په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وایي په 33 ټنه مرستو بار الوتکه یې کابل ته رسېدلې او ټاکل شوې ده چې روانه میاشت په دوو نورو الوتکو کې هم افغانستان ته خوراکي مواد او نور شیان ولېږل شي. خو وایي تر هغه ډېرو مرستو ته اړتیا ده چې د دوی همکارانو او د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام یې غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ویانده شابیا مانټو وایي:"موږ د مځکې، سمندر او هوا له لارو افغانستان ته ډېرې بشرې مرستې رسوو."

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي د دوی د خوړو پروګرام اوس وخت هره ورځ د افغانستان مختلفو برخو ته په شاوخوا 170 لارۍ ټرکونو کې خوراکي مواد رسوي، خو وایي اندېښنه لري چې د مرستو د نه رسېدو په صورت کې په افغانستان کې حالت تر جګړه ځپلي شام او یمن هم خرابېدای شي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، دوی د روان کال تر پایه پورې له 11 میلینونو افغانانو سره د مرستې په هدف له غوښتل شویو 606 میلینه ډالرو نیمایي تر لاسه کړې دي.

د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو په وینا که شتمن هیوادونه ډېرې مرستې ونه کړي، په را روان ژمې کې به د افغانستان د شاوخوا 38 میلینه ابادۍ نیمایي له لوږې سره مخ شي.

بل لور ته د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي د طالبانو له خوا د ښځینه مرسته رسوونکو مخنیوی د دې سبب کېږي چې کمو خلکو ته مرسته ورسېږي خصوصاً هغو کورنیو ته چې نارینه نه لري.

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ دفتر (او سي ایچ اې) په یوه سروې کې د طالبانو او مرستندویه ادارو تر منځ په ټولو 34 ولایتونو کې شوي تړونونه په ګوته کړي دي، د بشري حقونو د څار اداره د دې سروې په اساس وایي‌ طالب چارواکیو یواځې په درو ولایتونو کې ښځینه مرسته رسوونکو ته لیکلې اجازه ورکړې چې خپل کارونه وکړي.

وایي تر نیمایي په زیاتو ولایتونو کې ښځینه مرسته رسوونکې له ګڼو خنډونو سره مخ دي، وایي په دغو خنډونو کې یو دا هم دی چې دوی ته ویل کېږي که کار ته ځي نو د کورنۍ نارینه غړی به یې بدرګه کوي، د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي دا د ښځو لپاره ګرانه او ناممکنه ده چې خپل کار په سمه توګه وکړي.

په هیومن رایټس واچ کې د ښځو د حقونو د څانګې مشره هیدر بار وایي "د ښځو مرسته رسوونکو په مخ کې د طالبانو مختلف خنډونه د افغانانو خصوصاً د ښځو، نجونو او بې سرپرسته کورنیو د ژوند ژغورونکو مرستو مخه نیسي".

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې پخپل تازه رپوټ کې ویلي د افغانستان اوسنۍ ستونځې او بشري بحران کولای شي چې ښځې او نجونې زیاتې اغېزمنې کړي، ځکه چې وایي تېرې شل کلنې جګړې شاوخوا یو لک افغانان وژلي او د هغوی کونډې او ماشومان بې اسرې پاته دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د مارچ د میاشت 22 نېټه د اوبو د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG