واشنګټن ـــ د امريکې ولسمشر جو بايډن د چين د يو کمربند يو سړک د چاپېريال د ساتنې په ترڅ کې د نړۍ د بیرته ښه جوړولو غږ کړی دی.
د ملګرو ملتونو لخوا جوړ شوي د بدلېدونکي چاپېريال لا ماحولياتو کانفرنس چې په ګلاسګو کې جوړ شوی ته د امريکا ولسمشر جوبايډن په خپلو ځانګړو ليدنو کې د زرخېز او په صلاح مشورې سره يو چلوونکی نظام غوښتی چې په دوامداره توګه د هغه په وينا د 2050 پورې په چاپېريال کې د خيچنوالي کچه صفر ته راوړل شي چې انګېرل کيږي د چين يو کمربند يو سړک منصوبې ته بديل ثابت شي.
د امريکا ولسمشر د ګردي مېز په ناسته کې په خبرو کې وويل د بېلډ بيک بيټر ورلډ, چې بي 3 ډبليو ورته ويل کېږي، د برتانيې کلين ګرين اينيشيټيو، دې ګلوبل ګيټ وې او کلين ګرين اينيشيټيوز څانګې د جي-7 ملکونو د شريکو هڅو برخه دي چې يو معياري او دوامداره نظام راوړي.
بايډن او د 100 نه زياتو نورو نړيوالو مشرانو د چاپېريال د اغېزو تيارې شوې لوظنامې لاسليک کړې چې د تودوخې کچه تر 1.5 درجې پورې وساتي.
بايډن وايي “په ملکونو کې د ژوند د اسانتياو اجل ضرورت دی او انفراسټرکچر پکې لومړيتوب مومي خو چې کله يې جوړوئ نو بدلېدونکی چاپېريال په پام کې د هغه وخت نه ساتل پکار دي کله چې د څه بنياد ږدې او دا د يو شين زرغون اقتصاد رامنځ ته کېدل شي”.
د وايت هاوس په يو بيان کې ويلي شوي “د ولسمشر د بي3ډبليو په اړه لرليد دا دی چې د انډيوالانو سره په ګډو جمهوري رويو کار وکړي او په دې کې د امکان تر حده د روڼ اند، دوامدارۍ او لوړو معيارونو او غير سرکاري څانګې ته پام وشي”.
خو دا ګران بيه نړيواله هڅه په کور کې د ستونزو سره مخ کېدلی شي ځکه د بايډن بي3ډبليو منصوبه د خپل ډيموکريټ ګوند لخوا مخالفت وويني او ځکه يې تجويز شوې قانون سازي تر ډېره په شا کړې ده.
د امريکا حکومت په دې ټينګار کوي چې دا د خلکو خوښه ده چې د بلهاو ټريلينونو ډالرو دا انفراسټکچر جوړ شي او بايډن وايي “دوی غواړي چې دا کارونه وشي او ځکه زه ډيموکريټېک ګوند غواړم چې راسره وي او زما دا بل منظور کړي”.