لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دیني عالمانو په سېمینار کې له خلکو وغوښتل خپل ماشومان دې وېکسین کړي


کوټه ـــ د بلوچستان د روغتيا څانګې او د ږوب د مرستيال کمیشنر د دفتر له خوا د ناروغيو په مخنيوي کې د ديني عالمانو پر رول يو ورځنی سيمينار جوړ شوی چې پکې ګڼ شمېر ديني عالمانو ګډون کړی او له خلکو يې غوښتي، چې د روانې مياشتې له نيمايي د پيل کېدونکي د شري او پوليو ناروغيو پر ضد کمپېن کې خپل ماشومان وېکسين کړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان ډبليو ايچ او استاذي ډاکټر افراسياب مندوخېل وي او اې ډيوه ته وويل، چې په ټولنه کې د ديني عالمانو ډېر مهم رول وي، نو ځکه له ديني عالمانو غوښتنه شوې چې د پوليو يا ګوزڼ او شري ناروغيو د مخنيوي لپاره ټولنې ته خپل مثبت پيغامونه ورسوي:

"علماء کرام مو سيمينار ته راغوښتي، ځکه چې دوی ته په ټولنه کې خلک په درنه سترګه ګوري او خبره يې اوري. له ګډون کوونکو عالمانو غوښتنه شوې چې د جمعې په خطبو کې خلکو ته د ناروغيو په اړه او د روغتيا څانګې او ضلعي انتظاميې پيغام ورسوي، که هغه د پوليو په اړه وي او ياهم د نورو ناروغيو په اړه وي".

سېمينار ته راغلي د رويت هلال کمېټۍ غړي مولانا سيد مبين شاه اخوندزاده وويل، د انساني ژوند ژغورل نه يواځې د مسلمان بلکې د هر انسان فرض دی، چې په دې کار کې خپله ونډه واخلي.

مبین شاه اخوندزاده وایي د سيمې ديني عالمان به د شري او پوليو په راتلونکي کمپېن کې له روغتيايي کارکوونکو سره اوږه په اوږه مرسته وکړي:

"د هرانسان فرض دی چې د ډاکټرانو ملاتړ وکړي. ډاکټران په کلي او کورونو ګرځي او ماشومانو ته وېکسين ورکوي، زموږ د مسلمانانو او په تېره بيا د ديني عالمانو فريضه ده، چې له روغتيايي چارواکو سره کومک وکړي".

د ږوب د جامع جومات خطيب مولانا الله داد کاکړ چې د ګوزڼ ناروغۍ په اړه يې فتوا هم ورکړې وي او اې ډيوه ته وويل، ډاکټران د ټولنې خيرخواه دي، ديني عالمان به د جمعې په خطبو کې د ډاکټرانو او روغتيايي چارواکو پيغام نورو خلکو ته رسوي، چې خپل ماشومان په راروان کمپېن کې وېکسين کړي:

"په سيمينار کې موږ ګډون وکړ، په خپلو خطبو کې به خلکو ته دغه پيغام ور رسوو، چې خلک خپل ماشومان په راتلونکي کمپېن کې ويېکسين کړي او له ويکسينيشن ټيمونو سره خپل تعاون وکړي چې د ماشومانو او لوی عمر خلکو د روغتيا په اړه او ټولنه له ناروغيو د پاکولو لپاره کوښښ وکړي".

د ږوب مرستيال کمیشنر شهک بلوڅ په غونډه کې د ديني عالمانو پر ګډون او د دوی په ډاډ ګېرنه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د سيمې ديني عالمان به په سيمينار کې له ګډون وروسته د ناروغيو په مخنيوي او د کمپېن په کاميابۍ کې خپل مهم رول ولوبوي:

"علماء کرامو تر خپله وسه ډاډ راکړی چې خپلې مرستې به ونه سپموي. ديني عالمانو ژمنه کړې چې د روغتيا څانګې او ضلعي انتظاميې پيغام به پخپلو جوماتونو کې نورو خلکو ته ورسوي او په دې اړه به تبليغ وکړي".

د ږوب په شمول په بلوچستان کې به د شري او پوليو ګډ کمپېن د نومبر مياشتې پر 15مه پيل شي، چې دوولس ورځې به دوام ولري.

په دغه کمپېن کې به په ږوب کې يو لک 52 زره ماشومان وېکسین شي چې عمرونه يې د نهه مياشتو او پنځلس کلونو ترمنځ وي. 63 زره هغو ماشومانو ته به هم د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو پورې وي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG