لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږ کال په بلوچستان کې 84 مزدوران د کولې په کانونو کې مړه شوي


کوټه ـــ د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې یو بل ځوان د کولې په کان کې د زهرجن ګېس له کبله مړ شوی دی او له دې سره سږ کال په دې صوبه کې په کانونو کې د مړه شویو مزدورانو شمېر 84 ته رسېدلی.

د ضلع دوکۍ د ماينونو د محکمې د چارواکو په خبره د کرم خان په نامه سيمه کې د زهر جن ګېس له کبله مړ شوی 33 کلن ځوان اغا محمد نومېږي. په تېرو درو اونيو کې په دوکۍ ضلع کې د کولې په کانونو کې دا دريمه مرګونې پېښه ده.

د دوکۍ ځايي خبريال الله نور ناصر وايي روان کال يواځې په ضلع دوکۍ او څماولنګ کې 34 د کولې مزدوران د زهرجن ګېس او د کانونو د نړېدولو له امله مړه شوي دي او تر دېرشو زیات ټپیان شوي‌ دي.

د کولې د کانونو د مزدورانو د حقوقو لپاره د کار کوونکي تنظيم پاکستان سېنټرل ماينز فېدرېشن سېکرېټري جنرل سلطان «لالا» وي او اې ډيوه ته وويل د حکومت لخوا په شته قوانينو باندې د عمل نه کولو له امله داسې پېښې کېږي.

د سلطان «لالا» په خبره په روان 2021م کال کې د کولې په کانونو کې په مرګونو پېښو کې په ټول پاکستان کې 165 مزدوران مړه شوي ، په بلوچستان کې د مړه شوو مزدورانو شمېر 84 ته رسېدلی خو د دوی په خبره دا هغه شمېرې دي چې يواځې دوی ريکارډ کړې دي.

د دوکۍ ضلعې د کولې د ماينونو انسپکټر صابر شاه کاکړ وايي د ماينونو د محکمې چارواکي خپله زمه واري تر سره کوي او هره مياشت د ماينونو کتلو ته ځي.

د هغه په خبره حکومتي قانون دی چې په غفلت کونکو ته پينځه لکه روپۍ جرمانې ورکول کېږي او په تېرو درو کالو کې يې يواځې په دوکۍ او څماولنګ سيمه کې تر 75 زيات کېسونه عدالت ته جمع کړي او ذمه وارانو ته يې جرمانې او سزاوې ورکړې دي.

د پاکستان سېنټرل ماينز فېدرېشن رپورټ دی چې په 2020م کال کې په ټول پاکستان کې د کولې په کانونو کې 218 مزدوران مړه شوي وو چې په بلوچستان کې د مړه شوو شمېر 115 وو.

په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې له ځایي‌ خلکو سره سره زياتره له خېبرپښتونخوا او له افغانستان سره تعلق لرونکي خلک مزدورۍ کوي.

د کولې مزدوران يا خواريکښ په کانونو کې د پېښو ذمه وار حکومت او ټېکدران ګڼي، چې وایي د خواريکښو د خونديتوب لپاره انتظامات نه کوي.

حکومتي واکمن هم وخت ناوخته دا مني چې دوی دغو خواريکښو ته د پرمختللې نړۍ په څېر اسانتياوې نه دي ورکړې خو وايي تر خپله وسه هڅه کوي چې دوی خوندي کړي، خو چارواکي بيا په ډېرو پېښو کې خواريکښ په خپله ذمه وار بولي او علت يې د خواريکښو خپله بې غوري ګڼي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG