لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعراق وزیراعظم د ډرون برید نه روغ وتلی،ساتونکي یې ژوبل شوي دي


په عراق کې د وسله والو بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې دیکشنبې په ورځ ددغه هیواد د وزیراعظم مصطفی الکاظمي کور په نخښه کړی خو چارواکي وایي چې برید کې پخپله وزیراعظم الکاظمي ته زیان نه دی رسیدلی.

تیره میاشت دایران دملاتړو ملیشو لخوا دپارلیماني ټاکنو دنتیجو منلو څخه دانکار نه دپیدا شوي تاؤ تریخوالي په جریان کې دا یوه ستره حمله ګڼل کیږي.

دوؤ عراقي چارواکو ایسوسي اېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې د بغداد په سخته کلابنده ګرین زون سیمه کې د دوؤ وسله والو بې پیلوټه الوتکو په برید کې د الکاظمي اووه امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دي.

ای پي وایي دغو چارواکو ورسره د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړي دي ځکه چې دوئ د رسمي بیاناتو ورکولو واک یې نه درلودو.

دبرید نه لږه شېبه وروسته پخپل یو ټویټ کې د عراق وزیراعظم مصطفی الکاظمي پخپل یو ټویټ کې ولیکل"زه ښه یم او د خپلو خلکو په منځ کې یم. د خدای شکر دی "

وزیراعظم الکاظمي پخپل دغه ټویټ کې د "عراق په خاطر" د ارامۍ او زغم غوښتنه وکړه.

وزیراعظم وروسته په عراقي ټلویزیون کې راڅرګند شو، په سپین کمیس کې د میز تر شا ناست ؤ، ارام او جوړ ښکاريدو. هغه وويل"بزدلانه راکټونه او ډرون بريدونه نه وطن جوړوي او نه راتلونکی جوړوي"

په یوه بیان کې، حکومت ویلي چې له چاودیدونکو توکو ډک ډرون هڅه وکړه چې د الکاظمي کور په نخښه کړي.

د دولتي رسنیو لخوا ویل شوي چې امنیتي ځواکونه "د دې ناکامې هڅې په تړاو اړین اقدامات کوي"

د برید په اړه په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې.

دا برید دعراق دامنیتي ځواکونو اؤ ایران پلوه شیعه ملیشو ترمنځ دجنجال په مهال مخې ته راغلی ،

دایران پلوه شیعه ملیشو ملاتړي دپارلیماني ټاکنو دپایلو منلو څخه انکاري دي ځکه چې په دې ټاکنو کې دوئ په درېوؤ کې دوه برخې خپلې څوکۍ بیللې دي اؤ دتیرې نزدې یوې میاشتې نه د ګرین زون نه بهر یې احتجاجي خیمې لګولي دي

په عراق کې دا مظاهرې د جمعې په ورځ هغه وخت په اخ و ډب اؤ مرګ ژوبله بدلې شوې کله چې مظاهره چیانو ګرین زون ته د ننوتلو هڅه وکړه.

په دغه مهال امنیتي ځواکونو له اوښکي بهیونکي ګاز او نورو مهماتو څخه کار واخیست. د ډزو تبادله وشوه چې په ملیشو پورې تړلی یو لاریون کوونکی پکې ووژل شو اؤ لسګونه امنیتي عسکر پکې ټپیان شول.

ایران ته د وفادارو تر ټولو پیاوړې ملیشه ډلو ځینو مشرانو په ښکاره د جمعې د ورځې د نښتو او د مظاهره چیانو د وژنې پړه پر الکاظمي ور واچوله.

د عصائب اهل الحق ملېشې مشر قیس الخزالي د شنبې په ورځ د مظاهره چیانو د جنازې په مراسمو کې الکاظمي ته په خطاب کې وویل "د شهیدانو وینه به تاسو سره حساب وکړي"

د لاریون کوونکو یوازینۍ غوښتنه په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد وه.

۵۴ کلن الکاظمي د تېر کال په مئ میاشت کې له وزیراعظم ټاکل کېدو مخکې د عراق د استخباراتو پخوانی مشر و.

هغه د ملېشو له خوا امریکا ته نزدې ګڼل کېږي او هڅه یې کړې چې د امریکا او ایران دواړو سره د عراق د متحدینو ترمنځ انډول وساتي

امریکا دغه برید په کلکه غندلی دی اؤ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس وویل "دا ښکاره تروریستي عمل چې موږ یې په کلکه غندو، د عراق د دولت په زړه کې ترسره شو"

هغه زیاته کړه: "موږ د عراق امنیتي ځواکونو سره په جوخت تماس کې یو چې د عراق د حاکمیت او خپلواکۍ په ساتلو تورن دي او ددې برید په اړه مو د مرستې وړاندیز کړی دی"

امریکې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو د اکتوبر د لسمې د ټاکنو ستاینه کړې ده، چې تر ډېره له تاوتریخوالي نه پاکې او له تخنیکي ستونزو پرته ترسره شوې.

خو د رايې ورکولو وروسته، د ملېشو پلويانو ګرين زون ته څېرمه خېمې ودرولې، د ټاکنو پايلې يې رد کړې او د رائیو دبیا نه شمیرل کیدو په صورت کې یې د تاوتريخوالي ګواښ وکړ،

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG