لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرۍ ځپلي وايي، د پاکستان حکومت دا حق نه لري چې ترهګر وبخښي


پېښور/ واشنګټن - د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهګرې ډلې ترمنځ د روغې جوړې د تړون په اړه ترهګرۍ ځپلې کورنۍ وايي، له حکومت سره هېڅ دا واک نشته چې ترهګر وبخښي.

د عوامي نشنل پارټۍ ویانده سمر بیلور چې ترهګرو یې نېږدې خپلوان او د کورنۍ غړي وژلي د دغه ډول مذاکراتو غوندنه کړې.

سمر بیلور وايي، له حکومت سره هېڅ قانوني او اسلامي واک نشته چې دا خلک معاف کړي.

"مونږ دا ګڼو چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې مونږ یوه برخه یو. مونږ یو فریق یو، د جماعت په حیثیت باندې هم، د خاندان په حیثیت باندې هم او په ذاتي حېثیت باندې هم. خو له مونږ سره حکومت هېڅ ډول رابط نه ده کړې. دا د پښتنو وطن دی، جرګه کول ښه خبره ده، مونږ هم دا غواړو چې دوی جنګ ودروي، زمونږ خطې کې امن راشي او ماشومان مو روښانه راتلونکې ولري خو له مونږ سره پرې چا خبرې نه دي کړي او یا یې باید په پارلمان کې دا مسله شریکه کړې وايي چې هلته ترې مشران خبر واي."

د سمر بیلور خسر، پښتون سیاستوال بشیر بلور او خاوند یې هارون بلور په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي او د وژلو پړه یې هم وروسته ټي ټي پي په غاړه اخیستې وه.

اغلې بیلور وايي، له ترهګرۍ څخه تر ټولو زیات د دوی جماعت او د دوی کورنۍ اغېزمنه شوې ده خو حکومت له ترهګرو سره د مذاکراتو په اړه نه له دوی پوښتنه کړې او نه یې له دوی څخه اجازه اخیستې ده.

عوامي نشنل پارټي وايي، په تېرو کلونو کې یې یواځې د ګوند شاخوا ۱۱۰۰۰ کسان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي چې د اکثرو دا ډول بریدونو پړه هم وروسته ټي ټي پي منلې وه.

همدا ډول د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر په ۱۶ نېټه په پېښور ارمي پبلک سکول کې د لسم ټولګي اسلم خان پلار او وکیل عجون خان د حکومت لخوا له ټي ټي پي سره خبرې او هغوی ته بخښنه غندي.

"مونږ د دې بلکل خلاف یو. دا دوی مجرمان نه دي بلکه د ۱۴۷ وژل شویو زده کونکو د کورنیو مجرمان دي. دا زمونږ اییني او قانوني حق دی،‌ پکار ده چې اول مونږ په اعتماد کې واخلي.‌ مونږ هېڅکله دا نه غواړو چې دا خلک دې کله هم زمونږ سره مخامخ شي او یا دې بیا زمونږ د خلکو وینې وڅښي."

عجون خان وايي،‌ که حکومت ترهګر بخښل نو بیا یې پرضد پوځي عملیات ولې کول؟ دی زیاتوي، ترهګر د دوی دوښمنان دي او له حکومت سره هېڅ دا اختیار نشته چې هغوی معاف کړي.

دی زیاتوي، که ترهګر معاف شي نو هغوی به یو ځل بیا د پښتنو وینه وبهوي او په دې سیمه کې به د پښتنو ژوند نور هم ګران شي.

عجون خان وړاندې وايي، له حکومت سره هېڅ اختیار نشته چې د هغو ۷۰۰۰۰ پښتنو وینه معاف کړي چې د پښتنو په دې سیمه کې د ترهګرو لخوا وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ چې د نومبر له اومې سره سمون خوري اعلان وکړ چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره په "بشپړ اوربند" موافقې ته رسیدلي دي.

پدې موافقې سره به د پاکستاني طالبانو د اورپکۍ فعالیت چې د څو کالونو راپدیخوا په پاکستان کې روان دی، پای ومومي.

د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په سرکاري تلویزیون کې وویل چې داوربند موده به د خبرو اترو پرمختګ ته په کتو د اوږدېدو وړ وي.

ښاغلي چوهدري ټینګار وکړ چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره مذاکرات په جدي توګه د پاکستان د اساسي او نورو قوانینو سره سم شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG