د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د احمدي ډلې سره تعلق لرونکی تن وژل شوی دی، د احمدي ډلې وياند وايي هغه د عقيدي په بنياد وژل شوی خو پوليس وايي دغه پېښه د پېسو د لانجې په سر شوې ده.
د احمدي ډلې وياند عامر محمود په خبر پاڼه کې ويلي، 40 کلن کامران احمد د عقیدي په بنياد وژل شوی دی.
هغه ويلي دغه تن پرون د پېښور په کوهاټ روډ باندې هغه وخت نامالومه کسانو په ډزو وژلی چې هغه په کارخانه کې په کار بوخت وو او زياته کړی شوې د وژل شوي تن د چا سره دښمني نه وه.
عامر محمود د دغه پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي احمديان د عقيدې په بنياد وژل کيږي او رياست دوی ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دي.
خو بل لور ته د پېښور د بالا ماڼۍ پولیسو ويلي، کامران احمد نومې تن د پېسو د لانجې په سر وژل شوی د هغه چاته پېسې وې د قرضداري نه يې خپلې 16لکه 25زره روپۍ غوښتې او هغه نه ورکولې او بيا قرضداري په ده ډزې کړي او وژلی دی.
د بالا ماڼۍ پولیس سټېېشن چارواکي فاروق وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د دغه پېښې مقدمه د وژل شوي تن يو خپلوان د محمدعلي او اقبال حسېن پرضد درج کړې ده.
خو پولیس چارواکي وويل دوی د دې خبر تاييد نه شي کولی چې دغه تن احمدي وو د عقيدې په بنياد وژل شوی او نه بيا په مقدمه کې د دغه خبرې يادګېرنه شوې ده چې هغه احمدي وو ځکه وژل شوی دی.
پولیس چارواکي وويل مقدمه درج شوې خو تورن کسان تراوسه نه دي نيول شوي.
احمدي وياند ويلي د احمدي ډلې پرضد کرکه خورول کيږي او وژل کيږي. هغه ويلي په پېښور کې روان کال دا د احمدي ډلې دوېم غړی او په دوه کاله موده کې دا پینځم احمدي دی چې وژل شوی دی.