لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

143 افغان پایلټان عربي اماراتو ته رسېدلي، طالبان وایي هېواد ته دې ور ستانه شي


واشنګټن ـــ طالبانو په داسې وخت کې له افغان پایلټانو هېواد ته د بیرته ور ستنېدو غوښتنه کړې چې هغوی له شاوخوا درو میاشتو وروسته له تاجکستان څخه را ایستل شوي او امریکې ته تر تګ مخکې عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي وایي، شاوخوا 140 افغان پایلټان او نور کسان د شورو- چارشنبې په ورځ سهار وختي له پایتخت دوشنبې څخه ابوظبۍ ښار ته رسېدلي دي.

ښاغلی کربي وایي په عربي اماراتو کې د امریکې سفارت به ژر امریکې ته د دغو پایلټانو د راتګ بهیر پیل کړي.

د تاجکستان رسنۍ وایي، ټول 191 افغانان له دوشنبې څخه عربي امارتو ته لېږدول شوي چې وایي په هغوی کې 143 پایلټان وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د تېر حکومت د کارکوونکو لپاره عامه بخښنه اعلان کړې او غوښتنه یې کړې چې له هېواده وتلي پایلټان دې بیرته ور ستانه شي.

ذبیح الله مجاهد وایي دا د افسوس خبره ده چې دغه پایلټان له هېواده وتلي دي یا وځي، وایي هغوی ته بلنه ورکوي او باید د تېښتې پر ځای په هېواد کې خدمت وکړي:

"په افغانستان کې هیڅ امنیتي ستونځه نه شته، د دوی [پایلټانو] د نیولو هیڅ پلان نه لرو، عامه بخښنه اعلان شوې ده، پایلټان که په پوځي برخه کې دي که په ملکي هوابازۍ کې کېدای شي بیرته په کار وګومارل شي".

په دغو افغان پایلټانو کې ښځینه هم شته چې یوه پکې مېندواره هم وه. دغې 29 کلنې پایلټې تېره میاشت رایټرز ته په مرکه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې او ویلي یې وو د تاجکستان په غرنۍ سیمه کې دې او د دې ماشوم ته خطر پېښېدای شي.

دغه افغان پایلټان د امریکې د روزل شویو کسانو وروستۍ لویه ډله ده چې ګومان کېږي په هغو لسګونو پرمختللیو پوځي الوتکو کې تللي، چې په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره تاجکستان او ازبکستان اوښتې وې.

د وسلوالو طالبانو په ضد په تېره شل کلنه ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکایي متحدینو سره دغو افغان پایلټانو ډېر مهم رول تر سره کړی او ویل کېږي چې اوس هم لا ډېر افغان پایلټان په افغانستان کې دي، خو دا نه ده څرګنده چې هغوی په څه حالت کې ژوند کوي او د طالبانو د بخښنې ډاډ به څومره د هغوی لپاره د باور وړ وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG