لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار پښتنې درانۍ د ماشومانو د تعلیم پر سر د ټالبرګ نړیواله جایزه وګټله


واشنګټن ـــ په کندهار کې د «لرن افغانستان» په نوم ادارې له خوا د تعلیم لپاره کارکوونکې او د حقونو فعالې پښتنې درانۍ د سویډن د ټالبرګ فاونډېشن له خوا د 2021م کال د رهبرۍ جایزه ګټلې ده.

ټالبرګ پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پښتنه درانۍ د دوی د «نوې رهبرۍ» د ایوارډ ګټونکې ده او وایي دا جایزه یې له دې کبله ورکړې چې هغې د افغانستان په ناارامه حالاتو کې د ماشومانو د ډیجیټل تعلیم د ودې لپاره کار کړی دی.

ټالبرګ فاونډېشن پر خپله ټویټر پاڼه د نورو هغو کسانو نومونه او د هغوی لنډه پېژندنه او وېډیو هم خپره کړې چې د نړیوالې رهبرۍ دغه ایوارډونه یې اخیستي دي.

ټالبرګ د پښتنې درانۍ ویډیو هم خپره کړې چې پکې هغه وایي‌ کله چې یې «لرن افغانستان» اداره جوړه کړه پینځه ډیجیټل سکولونه یې جوړ کړل، چې 900 زده‌ کوونکي یې لرل:

"په تېرو درې څلورو کلونو کې مو ډېره وده وکړه چې د زده کوونکو نجونو شمېر مو 7000 ته ورسېد، 18 ډیجیټل سکولونه مو لرل، پینځه کلیوال ښوونځي مو هم وو. د اګسټ په میاشت کې دا هر څه ختم شول."

د اګست پر پینځلسمه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول پښتنه درانۍ هم د نورو افغانو ښځو غوندې له خپل کاره محرومه شوه او تېره میاشت یې د وي او اې ډیوه خبریالې منزې شهید ته په مرکه کې وویل چې برخلیک یې نامعلوم دی.

د جسټن چارټرز په نوم یو خبریال پخپل بلاګ کې لیکلي چې پښتنه درانۍ د طالبانو له خوا په هدف وه، ځکه چې وایي په تېر حکومت کې هغه د طالبانو سخته مخالفه وه، خو وایي د اکتوبر میاشتې په پای کې هغه په کامیابۍ سره امریکې ته را رسېدلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG