لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

T20 نړيوال کپ سيمي فاينل، پاکستان اسټريليا ته د 177 رنزونو هدف ورکړو


Pak vs Aus
Pak vs Aus

د ټي ټوينټي نړیوال کپ په سيمي فاينل سيالۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د اسټريليا لوبډلې ته د 177 رنزونو هدف ورکړو.

په دوبۍ کې د روانې سيمي فاينل سيالۍ ټاس/ پچه د اسټريليا لوبډلې ګټلی او پاکستانۍ لوبډلې ته يې لومړی بېټنګ ورکړی وو.

پاکستان په ټاکلو 20 اوورونو کې په څلورو لوبغاړو اوټ کېدو 176 رنزونه جوړ کړه، او د اسټريليا لوبډلې ته يې د رنزونو هدف ورکړو.

په پاکستاني لوبغاړو کې زيات 67 رنزونه محمد رضوان جوړ کړه.

فخر زمان په 32 بالونو 55 رنزونه جوړ کړه او اوټ نه شو.

بابر اعظم 39، اصف علي صفر، شعېب ملک يو او محمد حفيظ هم یو رنزو جوړ کړو.

د پاکستان او اسټریليا ترمنځ په سيمې فاينل سيالۍ کې چې څوک بريا ترلاسه کړي په 14 نومبر د نیوزي لېنډ کرکټ لوبډلې سره په فاينل کې مخامخ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG