لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: د جمعې نمانځه کې چاودنې درې تنه وژلي او 15 تنه ژوبل کړي


د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختځيه صوبه ننګرهار کې په جومات کې د جمعې د نمانځه په مهال چاودنه شوې چې لږ تر لږه درې تنه پکې وژل شوي او 15 تنه پکې ټپيان شوي دي.

رويټرز خبري ادارې د ځايي خلکو له قوله ويلي، چاودنه په سپين غر ولسوالۍ کې شوې ده او د ملا په ګډون پکې 12 تنه ژوبل شوي دي، خو اې ایف پي خبري ایجنسۍ وایي لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او پینځلس ټپیان دي.

اتل شينواري نومې تن ويلي چاودېدونکي مواد په جومات کې دننه چاودلي دي. د ولي محمد په نوم یو ځایي مشر او فعال بیا اې ایف پي ته ویلي، داسې ښکاري چې بم د جومات د امام منبر ته نیژدې په لوډسپیکر کې پټ ایښودل شوی وو.

ولي محمد ویلي "کله چې سپیکر د اذان لپاره ولګول شو چاودنه وشوه".

تر اوسه پورې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې ده خو له دې وړاندې د طالبانو په واکمنۍ کې د زیاترو بریدونو زمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلي دي.

د نومبر په لومړو کې داعش خراسان ډلې د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون د ځانمرګي حملې ذمه واري په غاړه اخېستې وه.

په دغه حمله کې لږ تر لږه 20 کسان وژل شوی او د 50 نه زیات نور کسان زخمي شوي وو.

داعش خراسان د اکتوبر په میاشت کې په کندز ولایت کې د شیعه مسلک په جومات د حملې ذمه واري منلې وه. د جمعې د لمونځ په وخت حمله کې تر 50 پورې کسان وژل شوي وو.

د اګست په میاشت کې داعش د کابل هوايي ډګر سره د حملې مسولیت منلی وو. په دغه حمله کې د 13 امریکايي عسکرو ترڅنګ د 160 نه زیات افغانان وژل شوي وو.

د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د داعش څانګه ځان د داعش خراسان په نوم یادوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG