لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تجارتي او جغرافیایي تاوتریخوالي‌ کمولو لپاره بایډن او شي نن ګډې غونډې ته وینا کوي


واشنګټن ـــ تمه ده چې د امریکې صدر جوبایډن او د چین صدر شي جین پینګ نن د پېسیفیک سمندر په غاړه د پرتو هېوادونو د همکارۍ تنظیم غونډې ته وینا وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې تجارتي او جغرافیایي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دغه ګام د چین لخوا د ۲۱ غړه هیوادونو دغې ډلې اېشیا پېسېفک اکنامک کواپرېشن په غونډه کې پورته کړی شوی چې روانه اونۍ ترسره شوی. د دغې وروسته د زیارت- پنجشنبې په ورځ د چین صدر شي جنګ پنګ په یوه ریکارډ شوې ویډیو کې خبرداری ورکړی چې دغه سیمه دې د سوړ جنګ حالت ته لاړه نه شي.

د چینايي صدر دغه وینا د امریکا او په سیمه کې د اتحادیانو هغه هڅو ته اشاره وه چې دوی وايي چین په دغه سیمه کې په زوره خپل اقتصادي او پوځي اثر زیاتوي.

واېټ هاوس په یو بیان کې پخلی کړی چې صدر باېډن به دغه غونډې ته وینا کوي او زیاته کړې یې ده چې صدر به د کرونا وبا په مسله او د نړۍ اقتصاد راپورته کولو باندې خبرې کوي.

د روس صدر ولادي مېر پوټن او د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم امکان دی چې په دغه غونډه کې وینا وکړي.

د واېټ‌هاوس د بیان تر مخه ٫٫د صدر باېدڼ په دغه غونډه کې ګډون په انډو پېسېفک سیمه کې د امریکا ژمنتیا ښيي چې دغلته څو اړخیزه همکارۍ ته ژمن دی٬٬.

اخوا د چین خارجه وزارت هم د دې خبرې پخلی کړی چې چینايي صدر به دغه غونډې ته په وېډیو لینک وینا کوي.

د اېپک هیوادونو دغه غونډه د ګل- دوشنبې په ورځ د باېډن او شي جن پنګ تر منځ د ورچول یا انلاېن غونډې وړاندې کیږي. چې نړیوال قوتونه د امریکا او چین- چې د نړۍ لوې اقتصادونه دي- تر منځ زیاتیدونکي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د اېپک دغه غونډه د روان کال اخیرۍ غونډه ده چې د جي ۲۰ نړیوالې غونډې وروسته ترسره کیږي. دغه غونډه په روم کې ترسره شوې وه او بیا په ګلاسکو کې د ماحولیاتي بدلون په اړه هم غونډه شوې.

د اېپک هیوادونو د روان کال غونډه په مکمله توګه ورچول یا انلاېن ترسره کیږي ځکه چې نیوزيلېنډ د کرونا وبا د مخینوي لپاره کلک ګامونه پورته کړي او د ۱۸ میاشتو پورې یې خپلې پولې د هر قسمه مسافرو لپاره تړلي دي.

نیوزيلېنډ د کرونا وبا پرضد مبارزه کې د اېپک نه د مرستو په زیاتولو زور راوړی. د جون په میاشت کې په یو ځانګړې غونډه کې د نیوزيلېنډ وزیراعظمې جېسنډا ارډرن د اېپک هیوادونو نه غوښتنه کړې چې د کرونا وبا پرضد وېکسن تقسیمول دې زیات کړي او د دوایانو په لړ کې تجارتي بندیزونه دې پورته کړي. راروان کال به د اېپک غونډه په تهايي لېنډ کې کیږي.

امریکا بیا دا وړاندیز کړی چې په کال ۲۰۲۳ مې کې به د اېپک د غونډې کوربه توب کوي. دغه به د یوې لسیزې وروسته کیږي چې امریکا به یې کوربه توب کوي خو چارواکي وايي دغه فیصله لا نه ده شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG