لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آریانا د کابل اسلام اباد تر منځ پروازونه پیلوي خو د پي ای اې الوتنې لا بندې دي


واشنګټن ـــ د پاکستان هوایي شرکت لا د کابل او اسلام اباد تر منځ منظم پروازونه بیرته نه دي پیل کړي خو اریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی چې الوتنې بیرته پیلوي او په اوونۍ کې دوه ځله به له کابله اسلام اباد ته تګ راتګ کوي.

آریانا هوایي شرکت وایي د زیارت- پنجشنبې او ګل- دوشنبې په ورځو به د کابل او اسلام آباد ترمنځ الوتنې ولري او وایي له کابله به اسلام اباد ته ټکټ 400 ډالره او له اسلام اباده کابل ته 100 ډالره وي.

تر اریانا شرکت مخکې د افغانستان کام ایر شخصي کمپنۍ هم په اوونۍ کې پینځه ورځې د کابل او اسلام اباد تر منځ الوتنې پیل کړې دي.

طالبان چې د اګست په 15مه پر ټول افغانستان واکمن شول، له هغه وروسته د کابل په هوایي ډګر کې نړیوال ټرېفیک په منظم ډول پیل شوی او د کام ایر هوایي شرکت روانه اوونۍ د کابل او اسلام آباد تر منځ الوتنې پيل کړې.

آریانا شرکت دغه اعلان په داسې وخت کې کړی چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په اسلام آباد کې دی او تمه ده د نورو موضوعاتو تر څنګ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوابازۍ پر مسله هم بحث وکړي.

له تېرې اګست میاشتې راهیسې کابل ته د پي ای اې په ګډون د بېلابېلو شرکتونو چارټر شوي پروازونه کېږي، خو د افغانستان له هوایي شرکتونو پرته د بهرنیو کمپنیو منظم تجارتي پروازونه لا هم بند دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران له کبله د خلکو د ژوند حالت په خرابیدو دی او د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د راتلونکي په اړه اندیښنې زیاتېږي له دې هېواده زیات خلک وتلو ته لېواله دي.

رپوټونه وایي له کابله اسلام اباد ته په الوتکو کې د خلکو د تګ غوښتنه زیاته شوې ده، ځکه چې وایي د پاکستان او افغانستان تر منځ‌ پوله له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې بنده وه.

د پاکستان پي ای اې شرکت وروسته له هغه تېره میاشت کابل ته خپلې چارټر شوې الوتنې بندې کړې چې د دوی په وینا د طالبانو حکومت د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړه.

خو طالبانو بیا له پي ای اې غوښتي وو چې خپل ټکټونه را کم او د دوی تر حکومت وړاندې عادي حالت ته یې راولي. پي ای اې د کابل او اسلام اباد تر منځ‌ ټکټونه له پینځلس سوه څخه تر 2,500 ډالرو پورې لوړ کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG