د عوامي نيشنل ګوند د خېبر پښتونخوا سيکتر او پارليماني ليډر سردار حسين بابک د پاکستان او افغانستان ترمينځ تجارت کې د بنديز پرضد د صوبې په اسمبلۍ کې قرارداد جمع کړی، چې پکې د مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې ده چې د تجارت په وړاندې د خنډانو لرې کولو دپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې سردار حسين بابک وويل په قرارداد کې يې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان کمزورې معاشي او سوداګريرېزې چارې بيرته بحالېدو ته اړتيا لري، د کوم سره چې د لکونو په شمېره کې د خلکو روزګار تړلی دی.
"مونږ په دې نه پوهيږو له بندو لارو دواړو هيوادونو ته فائده څه ده او ټول عمر دپاره تړل شوي ولي وي، دا ګاونډي ملکونه دښمني په کومه خبره کوي؟ مونږ غواړو دا چي دا خبرې په پارليمان کې وشي او اولس ترې خبر شي، مونږ د مرکزي حکومت نه په دغه قرارداد غوښتنه کړېده چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تجارت ټولې لاري کولاو کړي د کوم سره به دې سيمه کې ترهګري د منځه لاړه شي او خوشحالي به راشي".
سردار حسين بابک زياته کړه د پاکستان واکمنو تل د پښتنو سره دوه مخي کړېده ځکه چې د کراچۍ په سمندري بندر خو د کال دولس مياشتې تجارت روان وي او په پنجاب کې هم کله د هند سره په سوداګرۍ کې خنډ جوړ نشو کوم چې پاکستان دښمن هيواد بولي خو د افغانستان سره هر وخت په اړيکو او تجارت کې ستونزې جوړول کيږي.
نوموړی وايي، "د هندوستان سره خو تګ راتګ د يو سيکنډ دپاره بند نشو، او نه تجارت بند شو پنجاب په مونږ غنم بند کړي، ته به خدای مه کړه دا خېبر پښتونخوا صوبه د پاکستان برخه نه ده نو هغې خوا (افغانستان) کې راسره هم دغه سلوک کيږي او قبلي مخ ته راته تجارتي لاري تړل شوي د کومې لارې چې مونږ د نيمي نړي د هيوادونو سره تجارت کوو، نو بيا تاسو وګورئ هر کال په لکونو پښتانه ځوانانو باهر هيوادونو ته خوارو مزدورو ته درومي ځکه چې دلته خو د تجارت وسيلي نورې نشته او د زميند ارۍ دپاره ځمکه هم کمه ده".
په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو راهسې تجاران او عام خلک وايي په تورخم او چمن سرحدي لارو په تګ راتګ کې مشکلات زیات شوي او د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارتي په وړاندې خڼدان جوړ شوي دي، د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه کمه شوې او تاجران د مالي نقصان سره مخامخ شوي دي.
د سرحد چيمبر اف کامرس چارواکې وايي پاک افغان ټرانزټ ټرېډ د روانو حالاتو له کبله ډېر اغېزمند شوی او حال دا دی چې د کال 2016 او 2017 پورې د دواړو هېوادونو ترمنځه چې کوم تجارت د 2.5 اربه ډالرو پورې رسېدلی وو هغه اوس یواځې 600 میلینه ډالره ته راغورزېدلی دی.
د سرحد چيمبر اف کامرس د پاک افغان تجارت کمېټۍ مشر شاهد حسين وايي د پولې داوړو غاړو ته پرتو پښتنو د معاش ټول انحصار په تجارت دی او که چرته دا په ځای نه شو، نو دا خلک د يو سخت معاشي بحران سره مخ کېدلی شي.
نوموړی وايي د خېبر پښتونخوا د 70 فيصدي تجارت انحصار په افغانستان دی که چرته تجارت په غوره توګه بحال شي نو د خېبر پښتونخوا ولاړې کارخاني به بيرته روانې شي.
"په معاشي توګه چې مونږ کوم افغانستان ګورو دغه رنګ او دغه شان پاتې شو نو ستونزي به نورې سېوا شي او خلک به په تېښته مجبوره شي، مونږ هيله مند يو اوس چي د طالبانو خارجه وزير اسلام اباد ته سره د تجارتي وفد راغلی وو ډېر په غوره ماحول کې خبري شوي دي او پاکستان چارواکو يې ډېرې غوښتنې منلي دي. خو په تجارتي پولو اوس هم د اېن اېل سي، او سکېنرو په برخه کې ډېر مسلې شتون لري او که دغه لړۍ دا رقم روانه وي نو د پاکستان او افغانستان ترمينځ تجارت به دغه شان په ټپه ولاړ وي".
د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي تيره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ليدلي او غوښتنه يې ترې کړې چې پاکستان دې د چمن او تورخم سرحدي پولو او د خپلو بندرو نه د افغانستان تجارتي توکو د انتقالېدو دپاره "عملي اسانتیاوې" برابر کړي.
د راپورونو ترمخه د پاکستان وزيراعظم عمران خان د طالبانو خارجه وزير ته د تجارت په مد کې د مرستو باور ورکړی دی.