لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوی ډیلی د هوا د ککړتیا له امله ښوونځي او رغنیزې چارې بندوي


د ډیلي ښار
د ډیلي ښار

واشنګټن – د نوي ډیلي اعلی وزیر د خالي یا شنبې په ورځ وویل، په دغه ښار کې به د هوا د زیاتې ککړتیا له امله ښونځي د یوې اونۍ او رغنیز سایټونه (کانسټرکشن سایټس) به د څلورو ورځو لپاره وتړي.

د رویټرز خبري ادارې د اروېند کجریوال له خولې راخیستي چې، ددغه ښار په بشپړ لاک ډاون باندې هم خبرې روانې دي خو هر ډول پرېکړه به هغه وخت کېږي چې له مرکزي حکومت سره پرې مشوره وشي.

د ورځې په پیل کې د هندوستان ستر قاضي له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د خطرناکو دوړو او لوګیو د خمتولو لپاره دې یو بیړنی پلان جوړ کړي او دغه موجوده حالت یې ډېر جدي بللی.

د نوي ډیلي هوا په نړۍ کې تر ټولو زیاته ککړه ګڼل کېږي چې د موټرو او کارخانو لوګي او د ډبرو سکرو سوځول یې لوی اسباب یادېږي.

د هوا د ککړتیا د کنټرول ادارې د خالي یا شنبې په ورځ وویل، د هوا د ککړتیا شاخص (اېر کوالټي انډېکس) ډېرې لوړې کچې یعنې د ۵۰۰ درجو له اندازې څخه ۴۷۰ نه تر ۴۹۹ درجو ته رسېدلی.

د هوا په دې اندازه ککړتیا دا معنی لري چې دغه ډول هوا روغ انسانان اغیزمن کولای شي او هغه چې ناروغان دي په هغو ډېرې جدي اغېزې کولای شي.

کجریوال وړاندې وویل، "د ګل یا دوشنبې له ورځې څخه به ښونځي په فزیکي توګه تړلي وي خو انلاین زده کړې به کېږي تر څو ماشومان ددغې هوا تنفس کولو ته مجبوره نشي او رغنیزو کارونو ته به اجازه نه وي."

هغه دا هم وویل، د ټولو حکومتي دفترونو مامورین به له کورونو څخه کارونه کوي او له شخصي دفترونو نه به همداسې غوښتنه وشي تر څو د یوې اونۍ لپاره په سړکونو باندې د موټرو ګڼه ګوڼه راکمه کړای شي.

د هندوستان د سترې محکمې یو لوړ پوړی چارواکی ان وي رمانا وویل، "مونږ مجبوره شوي یو چې په کورونو کې هم ماسکونه وتړو. حالت ډېر زیات جدي دی."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG