لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: په نړۍ کې موسمي بدلون زرعي مارکيټ اغېزمن کړی


واشنګټن ـــ زراعتي توکي لکه کافي، پومبه او غنم دې کال کم شوي او بيې يې په تېزۍ ختلې دي چې ماهرين وايي يوه وجه يې موسمي بدلون دی.

کارپوهان وايي ګډ وډ موسمي حالات او د تودوالي کچې زياتېدلو په هغه سيمو کې فصلونه اغېزمن کړي د چرته نه ډېر دا توکي بهر ته لېږل کيږي.

د فرانس د کاروباري کمپنۍ سکډن يو ماهر جيورډي وېلکېس ای ايف پي ته وايي “ښکاره ده چې موسمي بدلون په زراعتي مارکيټ کې سختي راوستې ده”.

موسمي بدلون په داسې وخت کې د ضروري توکو په بيو کې ګراني راوړې چې ګراني په نړيواله کچه ډېره شوې او د وبا د لاسه پیداوار او رسد د طلب په مقابل کې په ځای ولاړ دي.

وچکالي او يخ/چنۍ:

د نړۍ د ټولو غټ کافي پيدا کوونکی او د جوارو په کښت کې لويه برخه لرونکی برازيل دې کال په اپرېل کې سختې وچکالۍ وځپلو چې د کافي مارکيټ ته رسد او د ياد توکي بيې يې اغېزمنې کړې.

بيا په جولاي کې نزدې درې مياشتې وروسته دغه سويلي امريکايي هېواد د سخت يخ لا چنۍ پرېوتلو د سوبه اغېزمن شو چې د کافي د يو پونډ بيه دوه ډالرو ته وخته او لا اوس هم تر ډېره په خپل ځای ده.

ټول ختيځ واسنګټن چرته چې د ملکي موسمياتو اداره ورته ځانګړې وچکالي وايي د امريکا د غنمو پيدا کولو څلورم غټ ايالت دی موسمي بدلون لتاړ کړی دی.

خوا و شا ان چې په سويلي غربي کېنېډا او امريکا شمالي پرتې سيمې د سپرلي په موسم کې يوه اوږده وچکالي وګاللـه چې د غنمو فصل يې خراب کړو.

د غنمو بيې په تاريخي توګه په بره لاړې او لا په ځای ولاړې دي چې دا وخت په يورپ کې يو ټن غنم په 300 ډالرو خرڅيږي.

غټې سختې:

ماهرين وايي ښکاره ده چې برقراره موسمي سختۍ لکه وچکالۍ، اور لګېدنه، سېلابونه او سمندري طوفانونه به سېوا کيږي.

د ربوبينک يو کارپوه کارلس مېرا وايي “د موسم دوامداره سختي چې د څو کالو نه يې وينو مونږ په دې باوري کوي چې په راتلونکي کې دا پېښې نورې ډېريږي او له سوبه به يې د ژوند د ضروري څيزونو بيې اوچتې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG