لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: ادارې دې توبه وکړي او پر خپلو پخوانیو غلطیو دې بخښنه وغواړي


واشنګټن ـــ د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو تحریک پاکستان ډیموکرېټیک موومنټ په هېواد کې د ګرانۍ په ضد د پیل کړي احتجاجي تحریک لومړۍ جلسه پرون په کراچۍ کې وکړه. د پي ډي ایم او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن جلسې ته په وینا کې یو ځل بیا د عمران خان پر حکومت کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل حکومت یې له نورو هېوادونو خیراتونه غواړي.

مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې اوسنۍ ګرانۍ ته په اشارې وویل، چې د هرې طبقې خلک له حکومته ناهیلي دي، وایي که په داسې وخت کې د ملک سیاستوالو خپل کردار ادا نه کړ نو ټول ولس به له دوی هم ناهیلی شي:

"موږ شپه ورځ په خیراتونو تېروو، کله له سعودي عربه خیرات غواړو کله یې چینه غواړو، کله چېرې دربده تیندکونه خورو، هر ځای د همدغو واکمنو له لاسه 22 کروړه قوم رسوا کېږي او کوم واکمنان چې د قوم د رسوایۍ سبب کېږي هغوی ته د حکومت کولو هیڅ حق نه شته".

مولانا فضل رحمان د کومې ادارې له نوم اخیستلو پرته وویل، پاکستاني ادارې دې توبه وکاږي، پخپلو غلطيو دې له ولسه بخښنه وغواړي او خپل کارونه دې سم کړي:

"موږ ادارو ته هم وایو چې حقایق دې وپېژني، خپل کردار او پخوانیو غلطیو ته دې بیا کتنه وکړي، پخپل ګرېوان کې دې وګوري او پر خپلو کړو کارونو دې پښېمانه شي، له قومه دې بخښنه وغواړي، بیا موږ کولای شو چې یو قوم جوړ شو او ملک وژغورو".

د تحريک انصاف د حکومت لخوا په ملک کې د ګرانۍ په ضد د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د پاکستان ډيموکرېټک مومنټ لخوا احتجاجي مظاهرې روانې دي چې په د ې لړ کې بله جلسه به په ۱۷م نومبر کوټه کې او ۲۰م نومبر په پېښور او بيا په لاهور او اسلام آباد کې کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د کراچۍ جلسې ته یو ځل بیا وویل، د پوځ په ګډون هیڅ یوه اداره باید په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي او آیین ته وفاداره و اوسي.

محمود خان اڅکزي تور پورې کړ چې پاکستان غریب هېواد دی خو په دې هېواد کې له سیاستوالو څخه د وزیر جوړېدو لپاره لس- لس کروړه روپۍ واخیستل شوې:

"زموږ ستونځه عمران خان نه دی او نه د ده حکومت دی، زموږ ستونځه هغه ادارې دي چې په زر او زور سره حکومتونه بدلوي، خلک له لوږې مري خو د سېنټ په ټاکنو کې پر یوه ووټ اویا کروړه روپۍ ورکړل شوې".

مخالفه ګوندونو د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې په حکومتي پاليسو نيوکې کوي چې ورسره ګراني زياته شوې خو واکمن ګوند دريځ لري چې ګراني يوه نړيواله ستونزه ده او وايي مخالفه ګوندونه د احتساب له ويرې د حکومت په ضد احتجاجونه کوي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري پرون د اپوزیشن ګوندونو پر تحریک تور پورې کړ، چې وایي خلک ګمراه کوي. فواد چودري وویل چې پي ډي ایم نور ناکامه شوی دی او دعوه یې وکړه چې د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون کې به یې ولس ګډون ونه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG