لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په هدفي وژنه کې يو ځوان وژل شوی


افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې په یوه بله پیښه کې یو ځوان وژل شوی دی.

پولیس دا پېښه تاید کړې او وایي دا پېښه د میر علي په حېسوخېل کلي کې رامنځته شوې ده.

د میر علي تاڼې پوليس چارواکي (محرر) رحمان الله وي او ای ډیوه ته وویل دغه ځوان چې رحمان الله نومیږي بیګا د شپې حېسو خېل کلي کې د کور سره نزدې پرې ډزې شوې او بیا زخمي حالت کې روغتون ته رواوړل شوی وو او هلته یې ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه وویل د وژل شوي کس مقدمه هم د هغه په مدعيت کې د نامالومه کسانو پرضد درج شوې او پولیسو پلټنې پېل کړي دي. د پولیس چارواکي په وېنا وژل کس په خپله په ژوبل حالت کې بيان ورکړی وو چې د هغه د چا سره دښمني نشته او نه يې کورنۍ په چا دعوه کړې ده.

وژل شوي تن په بيان کې ویلي چې درې تنه په پټ مخ راغلي خو ده پېژندلي نه دي، او د ډزو وروسته تښتېدلي دي.

په شمالي وزیرستان کې په 8 م نومبر د میرانشاه په تپۍ سیمه که یو د 14 کلن تنکي ځوان مړی په داسې حال کې تر لاسه شوی چې په ډزو سره وژل شوی وو.

د هغه د تره زوي سورج داوړ ويلي وو، مقدمه د پولیسو سره درج شوې خو تر اوسه د وژنې علت معلوم نه شو او نه څوک په دې پیښه کې نیول شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په 6 نومبر د یو تن مړی په داسې حال کې موندل شوی وو چې سر ترې غوڅ وو.

په شمالي وزیرستان کې یواځې داکتوبر میاشت کې په امنیتي سرتیرو نهه بریدونه ترسره شوي چې پکې یو پولیس او 12 د پوځ او ملیشې عسکر وژل شوي دي.

په دې بریدونو کې د زیاترو زمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې وه.

خو وروسته د پاکستان حکومت او لا قانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د يوې مياشتې د ډز بندۍ کولو ويلي وو.

په کال 2014 کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد په کې د ضرب عضب نومی عملیات کړی او دغه علاقې پاکې ګرځول شوې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان په نوم غیر دولتي تنظیم د شمیرو تر مخه سږ کال تر دې مهاله نزدي 60 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي.

د هدفي وژنو پرضد یوتهـ اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو د تیر اکتوبر میاشتې په 24م میر علي کې تحریک مشر د نور اسلام داوړ د وژنې د پېښې پرضد احتجاجي وؤلسي غونډه کړې وه چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړو کسانو مالومولو او هغوی ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنې شوې وې.

شمالي وزیرستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وویل د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا دا په سیمه کې دهدفي بریدونو 418 مه پیښه ده چې پکې د علاقې مخور مشران،ځوانان، افسران او زنانه په نخښه کړل شوي دي

هغه وویل د اندېښنې او پریشانۍ خبره دغه ده چې اوس زیاتره هغه تنکي هلکان په هدف کیږي چې د علاقې د امن او ترقۍ خبره به کوي.

عید رحمان زیاته کړه له ضرب عضب وروسته دکډوالو د بيرته ستنېدنې پرمهال د دوی سره ژمنه شوې وه چې دا علاقه د هر قسمه ناامنۍ نه پاکه کړی شوې خو بیا هم نامالومه کسان راشي په رڼا ورځ د کور د ننه کس ووژني او بیا وتښتي.

هغه وایي دا په داسې حال کې ده چې په ټوله سیمه کې دامنیتي سرتیرو پوستې دي او د دې قبایلي سیمې په صوبه کې له ورګډولو وروسته د پولیسو نظام هم پکې فعال کړی شوی.

په علاقه کې د تازه پېښو په اړه د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) عقیق حسین سره وي او اې ډيوه د تماس نیولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو د شمالي وزیرستان د پوليسو تیر مشر شفیع الله ګنډپور د اپریل په میاشت کې خبري غونډې ته ویلي وو په علاقه کې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

هغه ويلي وو په علاقه کې خلک په خپلو شخصي دښمنو کې وژنې وکړي او هغه بيا هدفي وژنې شمارل کيږي.

د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر شاهد علي ويلي وو په علاقه کې د زياتره خلکو د وژنو مقدمې د نامالومه کسانو پرضد درج کيږي، پکار ده چې خلک په مقدمو کې کسان ونوموي پرضد به يې قانوني چلند کولی شي او د قانون منګولو ته به راوستل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG