لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: داعش د دشت برچي د هغې چاودنې زمه واري منلې چې جرنلسټ پکې وژل شوی وو


د کابل په دشت برچي سيمه کې شوې هغې بمي چاودنې زمه واري داعش خراسان ډلې په غاړه اخستې چې پکې يو ځايي خبريال وژل شوی او بل سخت ژوبل شوی وو، دغه چاودنه د خالي/شنبې په ورځ شوې وه.

په افغانستان کې د ژورنالستانو د دفاع کميټۍ مشر وايي په هېواد کې د طالبانو واکمنۍ وروسته دا دوېم خبريال دی چې د ترهګرۍ د پېښې ښکار شوی او په دې وخت کې د 30 نه سېوا د خبريالانو ځورولو پېښې هم مخې ته راغلي دي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغې پېښې په اړه په ټويټر ويلي وو چې په يو ټونس موټر کې په ظاهرا د اورلګېدو له امله چاودنه رامنځته شوې چې پکې يو تن مړ شوی او دوه تنه ژوبل شوي دي او د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

په افغانستان کې د ژورنالسټانو د دفاع کميټۍ مشر عبدالمعيد هاشمي وي او ای ډيوه ته وويل" د اريانا ټيلي ويژن پخوانی کارکوونکی چې په خورشيد ټيلي ويژن کې يې هم کار کړی وو او د اريانه ټيلي ويژن برجسته خبريالې خاوند وو حميد سېغاني هغه په ځای شهيد او د دې ترڅنګ د ننګرهار ولايت د ارزښت ريډيو د نشرياتو مدير عبدالرزاق همدرد په دغه پېښه کې زخمي شوی دی".

په انټرنټ د جهادي تنظيمونو فعاليتونو د څار امريکايي غېر دولتي ادارې سايټ انټېليجنس ګروپ په ټويټر ليکلي چې داعش خراسان په کابل کې د هغه بمي چاودنې زمه واري منلې په کومه کې چې د اريانا ټيلي ويژن خبريال وژلی شوی دی.

په افغانستان کې د ژورنالسټانو د دفاع کميټۍ نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه سيد سادت معاروف نومې خبريال تېره مياشت په ننګرهار ولايت کې د وسله والو لخوا وژلی شوی وو. او د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د جرنلسټانو د ځورولو 30 پېښې رپورټ شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې په جلال اباد کې د ارزښت ريډيو مشر عبدالخالص صافي وېنا وه چې په دغه پېښه کې ژوبل شوی خبريال عبدالرزاق همدرد سره د بل ملګري خواو شا 15 ورځې وړاندې په جلال اباد کې د نامالومه وسله وسلو لخوا تښتولی شوی وو.

هغه وويل، په افغانستان کې خبريالان د يو مستقل ګواښ سره مخ دي او دوی نه شي کولی چې په ازادۍ سره خبرونه ورکړي،

" دلته خبريالان وهل کيږي، ټکول کيږي ځورول کېږي، او حتی چې وژل کيږي او مونږه نه پوهيږو چې دغه کړنې د چا د لاره ترسره کيږي، دلته بيا مسوليت تر ډېره داعش ډله په غاړه اخلي چې ګوا که دغه چاودنې او دې ته ورته نور کارونه د دعش لخوا ترسره کيږي، هم د دې امنيتي ګواښونو له امله د افغانستان خبريالان په خبرونو راټولو کې د ګڼو ستونزو سره مخ دي او دوي نه شي کولی چې کوم مالومات ورته پکار وي هغې ټول ته لاس راسيي ولري، ګڼې پېښې کيږي خو خبريال ورته نه ورپريښودلی کيږي چې هغه ورشي او مالومات راټول کړي".

د دفاع کميټۍ د شمېرو ترمخه په تير يو کال کې په افغانستان کې 13 جرنالسټانو په بېلا بېلو پېښو کې ژوند د لاسه ورکړی دی او په لسګونو د تاو تريخوالي پېښې هم مخې ته راغلي دي.

په ورستيو کې د افغان طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې د دوی حکومت د ميډيا په ازادۍ باور لري او هڅې کوي چې د خبريالانو د ځورولو کومې پېښې مخې ته راغلي هغه دوباره تکرار نه شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG