امریکايي جرنلسټ ډېني فېنسټر چې په ميانمار کې بندي وو خوشی شوی او هغه ميانمار پرېښودی دی، هغه ته د جمعې په ورځ 12 نومبر د 11 کالو د بند سزا اورول شوې وه.
نوموړی چې د آن لاين مجلې فرنټير ميانمار منېجنګ ډايريکټر وو، په هغه د اېمګرېشن قوانينو د سرغړونو تور وو، او هغه ته د اورول شوې سزا په نړيواله کچه غندنه شوې وه.
د فېنسټر ادارې او کورنۍ ويلي جرنلسټ د امریکايي سفارتکار بل رچرډسن او پوځي حکومت ترمنځ خبرې شوي او د خبرو په ترڅ کې هغه خوشی شوی دی.
فېنسټر د ګل په ورځ د سفارتکار سره د ميانمار نه وتلی دی.
رچرډسن چې د روانې میاشتې په سر کې د ميانمار سفر کړی وو په يو بيان کې ویلي وو چې هغه منندويه دی چې ډېني به اخر چې د خپلې کورنۍ سره تماس ونيسي.
فېنسټر په هغو جرنلسټانو کې شامل وو چې د فرورۍ په مياشت کې په میانمار کې د پوځي کودتا/ بغاوت وروسته نيول شوی وو.
د ميانمار پوځ په ځينو مطبوعاتي ادارو تور لګول شوی وو چې خلک يې راپارولی او ناسم خبرونه يې خپاره کړي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د فېنسټر په خوشي کولو د امريکايي سفارتکارو هڅې ستاينه کړې ده. هغه د جرنلسټ په خوشي کولو د خوشالۍ څرګندونه کړې او زياته کړې يې ده دوی د ټولو هغو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوي چې په غېر منصفانه توګه بندي کړی شوي دي.
خو تراوسه پورې دا نه دي ويل شوي چې فېنسټر په کومو شرطونو پرېښودی شوی دی.
امریکايي جرنلسټ د مې په مياشت کې هغه وخت نيول شوی چې کله هغه د ملک پرېښودو هڅه کوله.
په ينګون کې امريکايي سفارتخانې د جرنلسټ د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي او نه د ميانمار پوځي شورا په دغه اړه څه ويلي خو د بي بي سي برما څانګې د پوځي وياند له قوله د فېنسټر د خوشي کېدو خبر تاييد کړی دی.
امریکايي سفارتکار رچرډسن د نومبر په سر کې د میانمار سفر کړی وو او ميانمار ته يې د کرونا وبا په لړ کې د مرستو وړانديز کړی وو.
سفارتکار د ميانمار د پوځي حکومت د مشر من ان لينګ سره ليدلي او جرنلسټ د دغه ليدنې وروسته خوشی شوی دی.