لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د داعش بريدونه د دې ډلې د شتون څرګندونه کوي، څيړونکي وايي


څيړونکي وايي په پاکستان کې چې په وروستيو کې داعش ډلې د بريدونو زمه وارۍ منل سېوا کړي، دا ښايي چې دا ډله په پاکستان کې پوره شتون او فعاليتونه لري.

داعش ډلې په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د څو بريدونو زمه وارۍ قبول کړي چې پکې پوليس چارواکي، امنیتي سرتیري او د لږکیو غړي په نخښه شوي او فرقه ييزه بريدونه یې هم منلي دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز سيد عرفان اشرف وايي د داعش په پاکستان کې بريدونه ښايي چې دا ډله دلته اوس منظمه شوې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د پاکستان حکومت چې د تحریک طالبان پاکستان سره کومې خبرې کوي د هغې نه څرګنديږي چې حکومت د طالبانو د ټولو ډلو سره خبرې نه کوي.

هغه وویل دوېمه دا چې داسې خبرونه دي چې د طالبانو په افغانستان کې د راتګ وروسته د داعش جنګيالي د شام او عراق نه د افغانستان او پاکستان په پوله دواړو غاړو ته پرتو علاقو ته راغلي دي او د هغې څرګندونه هم د دې نه کيږي چې په افغانستان او پاکستان کې چې بريدونه کيږي داعش یې زمه وارۍ مني.

اشرف زياته کړه د داعش په دې سيمه کې شتون به نور امنیتی ګواښونه سېوا کړي او دا به په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان دپاره امنیتي چېلنجونه زيات کړي.

د دفاعي چارو کار پوهه ريټايرډ بريګيډيير سيد نظیر وايي، په پاکستان کې نه ښکاري چې داعش منظم شتون لري، خو په افغانستان کې د ننګرهار نه تر د کابل پورې او بيا د پاکستان سره په پوله پرتو نورو علاقو کې مالوميږي چې داعش دغلته فعاليتونه لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه دعوه وکړه داسې ویل کيږي چې د افغانستان د تیر حکومت ځيني پخواني امنیتي سرتیري او د پاکستاني طالبانو څخه جدا يا مرور شوي کسان د داعش سره ملګري شوي دي او په افغانستان کې چې اوس طالبان په واک کې راغلي داسې نه ښکاري چې طالبان د داعش د مخنيوي توان لري.

سيدنظير وويل نه يواځې افغانستان او پاکستان بلکې که نړۍ داعش سنجيده ونه ګني او پرضد يې په ګډه عمليات ونه شي نو داعش نه يواځې د دې سيمې بلکې د نړۍ دپاره خطره جوړېدی شي.

پاکستان تل دعوه کړې چې داعش په پاکستان کې په منظم ډول شتون نه لري خو داعش دلته وخت په وخت د بريدونو زمه وارۍ منلي او د پاکستان امنیتي ادارې او پوليس هم بيا وخت په وخت دعوې کوي چې د داعش ترهګر يې وژلي او نيولي هم دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشید هم ویلي وو چې داعش د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې شتون لري.

داعش د ستمبر د مياشتې وروسته په باجوړ کې د بريد، په کوهاټ کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پوليس د وژنې، په پېښور کې د يو سیک او يو تاڼدار د وژلو ترڅنګ په جنوبي وزيرستان کې د يو شيعه ځوان د وژلو زمه وارۍ منلي دي. د دې ترڅنګ يې په بلوچستان صوبه کې هم په امنیتي سرتيرو د بريدونو پړه په غاړه اخستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG