لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت د مدرسو زده کوونکو ته 750 میلینه روپۍ سکالرشپ ورکوي


پېښور ـــ پاکستاني مطبوعات وايي د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د مدرسو زده کوونکو ته د اووه نيم سوه ميلينه روپیو سکالرشپ ورکولو پلان لري. ډان ورځپاڼې خپل يو خبر کې ليکلي چې دغه وظیفه به د صوبې زده کوونکو ته ورکړل کيږي.

خو د مدرسو استاذان وايي دغه يو ښه ګام دی خو اول به د خپل وفاق المدارس نه د دې اخستو يا نه اخستو اجازت راخلي. بلخوا څيړونکي وايي چې صوبه کې پوهنتونه او نورې تعليمي ادارې د مالي مشکلاتو سره مخ دي خو مالي مرستې ديني مدرسو سره کيږي کوم چې سخت دريځي نوره زياتولی شي.

د چارسدې په دې مدرسه کې په لسګونو زده کوونکي ديني زدکړې کوي۔ د مدرسې مشر مولانا هاشم خان وايي ځینې زده کوونکي د مالي مشکل سره مخ دي هغوی خپلې خرچې په خپلو پېسو سر ته رسوي خو داسې د وظيفو پروګرام د غريبو زده کوونکو سره ډېره مرسته کولی شي:

"مونږ به د دې شکالرشپ قبلولو يا نه قبلولو په سر د خپل وفاق د مشرانو سره رابطه کوو نو د هغه وروسته به پرېکړه کوو چې زده کوونکي دغه سکالرشپې واخلي او که نه".

د خېبر پښتونخوا په کال 2017 حکومت د صوبې د 20 زره جامع جوماتونو امامانو ته د میاشتنۍ تنخا د ورکولو فیصله کړې وه.

حکومت وايي دا ګام یې ځکه اخیستی وو چې په صوبه کې امامان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې له حکومت سره مرسته وکړي. ددغې پريکړې هم ځینې امامانو مخالفت کړی وو.

له دې وړاندې صوبايي حکومت په 2016م کال کې د نوښار ضلعې د لویې دیني مدرسې دارالعلوم حقانیې لپاره هم 300 میلیونه روپۍ اعلان کړې وې، چې په نړیواله کچه ورباندې نیوکې وشوې. حقانیه هغه مدرسه ده چې د حقاني ډلې او أفغان ‌طالبانو د وسلوالو د فکري روزنې مرکز بلل کېږي.

د مطبوعاتو ترمخه په کال 2015 کې په پاکستان کې 33 زره ديني مدرسې رجسټرډ او نزدې نهه زره مدرسې غېر رجسټرډ دي.

څېړونکی او خبريال شاه رضا شاه وايي ديني مدرسو ته د پېسو ورکولو مخالف نه دي خو بلخوا پوهنتونونه او نورې تعليمي ادارې د مالي مشکالاتو سره مخ دي چې تر څه حده روشن فکري خوروي خو په عامه توګه کتل کيږي چې په ديني مدرسو کې مذهبي سخت دريځي خورول کيږي او دا د رياستي پاليسۍ لاندې ښکاري.

څېړونکي وایي په خيبر پښتونخوا او افغانستان کې جنګېدونکي جنګيالي زياتره هغه دي چې د ديني مدرسو نه فارغه شوي دي خو د ديني مدرسو علماء وایي د دوی مقصد زده کوونکو ته ديني علم ورکول دي نه چې د افغان طالبانو يا په بله کومه وسله ډله کې د ګډون ترغيب ورکول وي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG