لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونو له حکومته غوښتي په مېډیا دې بندیزونه ختم کړي


اسلام اباد ـــ د پاکستان د خبریالانو تنظیمونو فېډرل يونين اف جرنلسټس، راولپنډي اسلام اباد يونين آف جرنلسټس او نېشنل پرېس کلب اسلام اباد د اسلام اباد په يو شخصي هوټل کې د صحافيانو په مرکزي کنونشن کې له حکومته غوښتنه کړې چې په مېډیا باندې بندیزونو ختم کړي.

دې نه وړاندې د يادو تنظيمونو او ادارو له خوا د پاکستان په ټولو صوبو کې د صحافيانو داسې غونډې راجوړې کړی شوې وې. په دې کنونشن کې د ټول ملک نه د صحافيانو سره سره د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او تنظيمونو سره سره د بشري حقونو فعالانو ګډون کړی دی.

په کنونشن کې ګډون کوونکيو دا غوښتنه کوله چې پاکستان کې دې په ميډیا او صحافيانو لګيدلي قدغنونه او بندېزونه سمدستي لرې کړی شي او ميډیا دې ازاده کړی شي.

د پي اېف يو جې جنرل سېکرټري ناصر زېدي تر مخه پاکستان کې په ميډيا دومره بندېزونه دي چې د ريښتيا وېلو هډو څه ځای نه دی پاتې. هغه وايي:

"پاکستان کې د غېر اعلانيه سنسرشپ له وجې په ټي وي د لس فيصده ريښتيا ویلو ځای هم نه دی پاتې. د پاکستان 90 فيصده ميډيا د بندېزونو ښکار ده. زمونږ غوښتنه دا ده چې پاکستان کې د صحافت ازادي په ځای کړی شي".

ګډونوالو دا هم غوښتنه کوله چې د مېډیا سره کار کوونکي يو شمېر خلک دا وخت د سختو مالي ستونځو سره مخ دي باید چې د دوی دغه ستونځې زر تر زره هوارې کړی شي.

د پي اېف يو جې مشر افضل بټ وي او اې ډيوه سره خبرو کې ویلي دي چې د ملک په اوسني حکومت کې د صحافيانو او خبريالانو کوم بد حال دی په تېرو وختونو کې د دې مثال نه موندلی کيږي. نوموړي زياته کړه چې پاکستان کې دا وخت مېډيا او صحافت د وخت بدترينه سنسر شپ سره مخ دي:

"په زرګونو کار کوونکي بې روزګاره دي، تنخاګانې ترېنه تروړلی کيږي او په وخت ورته نه ورکول کيږي، په څه ادارو او اخبارونو کې ورته تنخاګانې قدرې هم نه ورکول کيږي نو د هغوي پر ضد مونږ په ټول ملک کې يو مهم شروع کړی دی او دا کنونشن هم په دې وجه ډېر مهم دی".

د پاکستان په يو شخصي ټي وي باندې پروګرام کوونکې نوموړې خبریاله غريده فاروفي وايي په موجوده وخت کې ښځينه صحافيانې هم ځورول کيږي او تنګول کيږي. غریده وایي که څه خبره وکړي نو په کردار یې حملې کيږي او حکومتي ادارې هم په دې کار کې شريکې وي:

"په تېرو درو کلونو کې د صحافيانو په خاصه توګه ښځينه صحافيانو پر ضد يو نوی رجحان پېل شوی دی. په مونږ سماجي رسنيو باندې حملې، تشدد او ښکنځلې کيږي، دهړکې راکول کيږي، خندا راپورې کيږي او د جنسي ځورونې دهړکې راکول کيږي".

غریده فاروقي وایي په دوی باندې د "کافر" او "غدار" ټاپې لګېږي او په بېلا بېلو طريقو د دوی ذات او کردار باندې حملې کيږي، خو وایي نه پوهېږي چې ادارې په دې باندې ولې خاموشه وي:

"اوس خو خبره دې حد پورې راغله چې د حکومت کوم خپل وګړي، مشينري او وسيلې د ښځينه صحافيانو پر ضد په داسې قسمه مهم شروع کولو کې استعماليږي".

که څه هم پاکستان کې خبريالان او صحافيان د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کې په ميډيا بندېزونو باندې نيوکې کوي خو بل خوا حکومتي چارواکي د دوی دا نيوکې او تورونه بې ځايه ګڼي.

په پاکستان کې د صحافيانو د حقونو لپاره کار کوونکو نړيوالو تنظيمونو تر مخه پاکستان د صحافيانو او خبريالانو لپاره يو خطرناک ملک دی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG