لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوو بلوڅو زده کوونکو د لادرکۍ په ضد احتجاج کوونکو بلوچستان پوهنتون بند کړی


کوټه ـــ د بلوڅو ﺯده کوونکو د بېلابېلو ساﺯمانونو احتجاجي غړو د دوو زده کوونکو د لادرکۍ په ضد وروسته له هغه د کوټې ښار بلوچستان پوهنتون د احتجاج په توګه بند کړی چې تر حکومتي ډاډ وروسته یې احتجاج بیا پیل کړ.

احتجاج کوونکو د پوھنتون مرکزي دروازہ تړلې او يو څوک هم پوهنتون ته نه پرېږدي. زده کوونکو په خبري کانفرنس کې وويل څلوﺭ ورځې وړاندې يې حکومت ته د خپلو لادرکه ملګرو موندلو لپاره وخت ورکړی وو، وايي وخت پوره شو خو د لادرکه ملګرو يې لا هم هيڅ درک نه دی معلوم شوی.

خبري غونډې ته د بلوڅو ﺯده کوونکو د ساﺯمان بي ايس او پجار مشر زبير بلوڅ وويل، د حکومت له خوا جوړې کمېټۍ ورسره وليدل او ځواب يې ورکړ چې ملګري يې نه دي موندل شوي، وايي ځکه يې بېرته په احتجاج لاس پوﺭې کړ:

نن کمېټۍ بيا راغله، خپلي ټولې خبرې یې وکړې او ویې ویل تر اوسه هيڅ پرمختګ نه دی شوی، دا نه ده معلومه چې زموږ خلک چېرې او له چا سره دي، دوی چې زموږ مخته کومې خبرې کښېښوولې هغو مايوس کړي یو”.

دغه احتجاج د بلوچستان پوهنتون د دوو زده کوونکو د لادرکۍ پر ضد روان دی. احتجاجي زده کوونکي تور پورې کوي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه دوه بلوچ زده کوونکي فصیح بلوڅ او سهېل بلوڅ د پوهنتون له هاسټل څخه لا درکه شوي دي.

د احتجاج کوونکو په خبره د پوهنتون هاسټل د نيم پوځي ځواک ايف سي تر ولکه لاندې دی او هلته سي سي ټي وي یا څارونکې کېمرې هم لګېدلې دي، وايي بيا هم د دوی ملګري لا درکه شوي دي.

د لادرکو زده کوونکو د کورنۍ د غړو په خبره” دوی” د نوشکي اوسېدونکي دي او دواړہ له يوې کورنۍ سره تعلق لري.

زبير بلوڅ په خبري کانفرنس کې وويل د پوهنتون رجسټراﺭ وﺭته دا هم ويلي، دوی هيڅ ثبوت نه دی موندلی چې دغه لادرکه کسان دې له پوهنتونه ورک شوي وي.

د زبير بلوڅ په خبره دا ډول بيانونه په پوهنتون کې د شر جوړېدو سبب کېدای شي.

له پوهنتونه د ﺯده کوونکو د لادﺭکۍ او د احتجاجي ﺯده کوونکو د نوﺭو توﺭونو په اړه مو د بلوچستان پوهنتون له رجسټرار ډاکټر فرحت سره د ټيليفون او موبايل پېغام له لاﺭې تماس ونيو خو د ﺭپوﺭټ تر جوړولو یې ځواب ونه وايه.

د بلوڅو زده کوونکو بېلابېلو سازمانونو له تېرو 17 وﺭځو ﺭاهيسې پر علامتي احتجاج وو، له نهم نومبر راهيسې يې د بلوچستان پوهتنون کوټې مرکزي دروازه تړلې وه او د سړک پر غاړه يې پرلت پېل کړی وو.

دوی د امتحانونو بايکاټ هم اعلان کړی وو، خو بيا د حکومتي پلاوي په دې باوﺭ چې په څلوﺭ وﺭځو کې به د لادﺭکه شوو ﺯده کوونکو دﺭک لګوي، ﺯده کوونکو احتجاج ځنډولی وو.

د لا درکه زده کوونکو په اړه د کوټې د سرياب سيمې د پوهنتون په پوليس تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه هم درج کړل شوې ده. په مقدمه کې ليکل شوي چې لا درکه ځوانان د پوهنتون د پاکستان سټډيز د څانګې زده کوونکي وو او د پوهنتون په هاسټل کې استوګن وو.

د پوليسو په خبره د زده کوونکو د لادرکۍ د پېښې پلټنې لا هم روانې دي، خو له دې تفصيل وﺭکولو ډډه کوي چې په دې اړه څومره پرمختګ شوی دی.

د بلوچستان وزيراعلا عبدالقدوس بزنجو د پېښې د پلټنو لپاره درې کسيزه کمېټه جوړه کړې وه او په څلرويشت ساعته کې يې ﺭپوﺭټ هم طلب کړی وو، خو تر دوو اوونيو ﺯيات وخت تېرېدو پس هم حکومت د هغه ﺭپوﺭټ په اړه ﺭسنيو ته څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG