لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړۍ دې د داعش خراسان څارنه سېوا کړي،دملګرو ملتونو ټینګار


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړې سفارتکارې په نړيواله ټولنه ټينګار کړی چې د داعش خراسان ډلې راپورته کېدو ته زياته پاملرنه وکړي، سفارتکارې ویلي داعش په افغانستان کې د بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کوي.

داعش په وروستیو کې په افغانستان کې بريدونه سېوا کړي او په پاکستان کې يې هم د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د ملګرو ملتونو استازې ډېبور لوينز د ملګرو ملتونو امنیتي شورا غونډې ته د شورو/ چهارشنبې په ورځ (17 نومبر) ویلي، "داعش ډله يو وخت په کابل او څو نورو صوبو (ولایتونو) پورې محدوده وه، خو اوس یې موجودګي په ټولو صوبو کې ښکاري او زياته فعاله ښکاري".

هغې ویلي، هغه بریدونه چې په داعش خراسان پورې تړاو لري يا یې زمه واري منلې، سږ کال په 2021 کې يې 334 بریدونه کړي په تیر کال 2020 کې دا بریدونه 60 وو.

لوينز ویلي، "طالبان ټينګار کوي چې د داعش پرضد ګډ کمپاين کوي، خو دا کمپاين ويرونکی ښکاري په دې کې د داعش د مشکوک غړي د قانون پرته نيول کيږي او وژنې يې کيږي، او دې برخې ته نړيواله پاملرنه ډېره اړتيا لري".

داعش ترهګرې ډلې چاودنو او بريدونو ته د هغې وروسته زور ورکړی چې طالبان د اګست په میاشت کې په افغانستان کې په واک کې راغلي دي.

امریکايي پوځ د تيرې يوې مودې داسې خبرداری ورکوي چې په کمزوري افغانستان کې د داعش خراسان او القاعده د بيا رايو ځای کېدو خطره ده.

هغې ويلي، د طالبانو سره خبرې يې ګټورې او رغنده دي او ملګرو ملتونو ته يې ډاډ ورکړی چې دوی غواړي د ملګرو ملتونو سره پاتې شي او د افغانانو مرسته وکړي.

داعش د اګست په 26 په کابل کې د هغه خونړي برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 170 زیات افغانان وژل شوي وو.

دغه برید په داسې وخت کې شوی وو چې امریکا د کابل په هوايي اډه خپل ځواکونه، وګړي او افغانان ويستل.

داعش له دغې وروسته په کابل، کندوز او کندهار کې هم د خونړو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داعش په پاکستان کې هم په امنیتي ځواکونو او لږکيو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د افغانستان ترڅنګ په پاکستان کې د داعش د بريدونو سېوا کېدو وروسته څيړونکي وايي، داعش په پاکستان کې شتون لري، او زياتوي په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو سيمو کې د داعش شتون به نور امنیتی ګواښونه سېوا کړي.

داعش په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د بريدونو زمه وارۍ منلي دي، دا دواړو صوبې د افغانستان سره په پوله پرتې دي.

XS
SM
MD
LG