لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې، پاکستان او چين د نورو هېوادونو سره د مذهبي ازادۍ سرغړونکي ملکونه ګرځولي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن، چين، پاکستان، روس او اووه نور هېوادونه د مذهبۍ ازادۍ سرغړونکي هېوادونه ګرځولي دي.

بلینکن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (17 نومبر) ویلي، لس هېوادونه مذهبي ازادي په منظمه طريقه ساتي، او سرغړونې يې کوي.

پاکستان په سمدستي ډول د امریکا دغه بيان ته غبرګون نه دی ویلي، او له دې وړاندې یې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د مذهبي ازاديو په اړه د هېوادونو نوملړ جاري کوي.

سږ کال په لسو هېوادونو کې د چين، روس او پاکستان سره میانمار، شمالي کوریا، سعودي عرب، ايران، ايریټريا، تاجکستان او ترکمانستان هم شامل کړی شوي دي.

نايجيريا چې تير کال په دغه نوملړ کې شامل وو، بلينکن روانه اوونۍ نايجیريا د دغه نوملړ څخه لرې کړی دی.

بلينکن ويلي، په نړۍ کې ډېر ځايونه دي، حکومتونه د عقيدې په سر ځورونې، ګرفتارۍ، ګواښونه، په جېلونو کې اچونې او وژنې کوي.

ویل شوي بلينکن د شورو په ورځ د افريقا پينځه ورځنی سفر کوي، او په دغه سفر کې به د دغلته د مشرانو سره جمهوریت ته په ګواښونو او نورو مسلو خبرې کوي.

د امریکې د مذهبي ازاديو نړيوال کمېشن د روان کال اپرېل په میاشت کې هم يو رپورټ خپور کړی وو.

په دغه رپورټ کې د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د 2020م کال په مهال مذهبي ازادیو او له اقلیتونو سره کېدونکي سلوک ته کتنه شوې وه.

په ياد رپورټ کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې په تېر کال کې د خلکو هدفي وژنې، د مذهبي د سپکاوي مقدمې، په زوره د مذهبي بدلون او د احمدیانو، شیعه ګانو، هندوانو، عیسایانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو په ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.

په دغه رپورټ کې سپارښتنه شوې وه چې د پاکستان په ګډون دې لس هېوادونه د هېواد د اقلیتونو د مذهبي ازادیو د منظمې، روانې او شدیدې سرغړونې له کبله د ځانګړې اندېښنې په فهرست کې واچول شي.

پاکستان د امریکې د مذهبي ازادیو د کمېشن د تېرو کلونو رپوټونه رد کړي او تل يې دغه دريځ خپل کړی چې په هېواد کې یې مذهبي اقلیتونه بشپړه ازادي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG