د پاکستان د بھرنیو وزارت ویلي د امریکې د بھرنیو چارو د وزارت ھغه بیان ردوي، چې پکې پاکستان ته د مذھب سرغړونکی ھېواد ویلشوي دي.
پاکستان د زیارت په ورځ 18 نومبر ویلي د امریکا د بھرنیو چارو د وزارت بیان د امریکا د مذھبي ازادۍ د کوورني خپل قانون د خپلېخوښې په اندازہ دی.
پاکستان ویلي د پاکستان د مذھبي سرغړونکو ھیوادونو په نوملړ کې اچول د پاکستان د ځمکني حقیقت سرہ په تضاد کې دی او دامریکې د خپل قانون باورتیا شکونه راولاړوي.
پاکستان ویلي په دغه ډول قانون سرغړونکي گرځول په نړۍ کې د مذھب د ازادۍ مبارزې ته گټه نه ورکوي.
ویل شوي پاکستان او امریکا په دغه موضوع د یو بل سرہ رغندہ اړیکې لري خو د امریکا دغه گام د اخستو افسوس څرگندونه کوي.
د پاکستان د بھرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان گڼ مذھبه ټولنه لري او د دوی د یو بل ترمنځ ښې اړیکې دي، او د پاکستان ایين پهځانگړي ډول د مذھبي ازادۍ او لږکیو د مذھبي ازادۍضمانت ورکوي او وخت په وخت په دغه لړ کې قوانین او پالیسۍ عملي کیږي.
پاکستان ویلي د مذھبي ازادۍ په لړ کې امریکا په خپلو سپارښتنو کې په ھند کې د لږکیو او کشمیر کې د مسلمانانو سرہ د مذھبيازادیو د سرغړونو یادگېرنه نه دہ شوې.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن په 17 نومبر، چين، پاکستان، روس او اووه نور هېوادونه د مذهبۍ ازادۍ سرغړونکي هېوادونهګرځولي دي.
بلینکن ویلي وو، لس هېوادونه مذهبي ازادي په منظمه طريقه ساتي، او سرغړونې يې کوي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د مذهبي ازاديو په اړه د هېوادونو نوملړ جاري کوي.
سږ کال په لسو هېوادونو کې د چين، روس او پاکستان سره میانمار، شمالي کوریا، سعودي عرب، ايران، ايریټريا، تاجکستان اوترکمانستان هم شامل کړی شوي دي.
په پاکستان کې مذھبي لږکۍ وایي په ملک کې د عقیدې په سر ځورول ليږي، خوندي نه دي او وژنې یې کيږي.
د احمدي ټولنې لخوا په جاري شوي وروستي رپورټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې د کال 1984 راپدېخوا 275 احمديان د عقيدې پهبنياد وژل شوي چې دې کې په دې وروستیو کې په پېښور کې وژل کسان هم شامل دي.
پاکستان کې د احمدي ټولنې وياند عامر محمود د امريکا د بهرنيو چارو د وزير بيان ته خپل غبرګون کې وايي پاکستان کې د احمديانو مذهبي ازادي له مودو راهسې د پښو لاندې چقول کېږي.
هم دا ډول په پاکستان کې د بشري حقونو دڅار دخپلواک غېر دولتي تنظيم ايچ ار سي پى مشر حارث خليق ډيوه ته ویلي په پاکستان کېد مذهبي سخت دریځي له امله د لږکیو سره د اکثریتي مسلمانانو مذهبي ازادۍ هم د خطرو او ګواښ سره مخامخ دي.