لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکایي کانګرس دوه غړي: طالبان دې هیڅکله په رسمیت نه پېژندل کېږي


د امریکې په کانګریس کې د ریپبلکن ګوند دوو قانون سازانو لینزي ګراهام اؤ مایکل والټز دملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې ده چې که په هر قیمت تمامیږي خو باید دطالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتیریش ته په یو استول شوي لیک کې دغو دواړو قانون سازانو دملګرو ملتونو لخوا دطالبانو په رسمیت دپېژندنې په اړه سختې اندېښنې ښودلي اؤ وایي د ملګرو ملتونو چوکۍ باید داسې یو رژیم ته ورنکړل شي چې غړي یې دترهګرو په فهرست کې شامل دي.

په ۱۵م اګست دطالبانو لخوا دکابل نیولو نه وروسته چې طالبانو افغانستان کې خپل لنډمهاله کابینه اعلان کړې ، تراوسه دنړۍ یو هیواد هم دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.

خو طالبان دریځ لري چې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان چوکۍ طالبانو ته سپارل د دوئ حق دی اؤ باید ملګري ملتونه دا حق پرته له کوم ځنډ تسلیم کړي.

د وي او ای اشنا د رپورټ له مخې دغه لیک چې په ۱۷م نومبر خپور شوی یوه کاپي یې د پولټيکو په ویب پاڼه خپره شوې اؤ په هغې کې ویل شوي چې افغان طالبانو دمیرمنو اؤ نجونو حقونه دپښو لاندې کړي دي.

لیک کې ویل شوي چې طالبانو دامریکا اؤ ناټو پخواني همکاران وژلي ،دبیان ازادي اؤ مطبوعات یې ځپلي اؤ دالقاعده اؤ حقاني شبکې په څېر بهرنیو ترهګرو شبکو سره یې خپل روابط ټینګ کړي دي.

هغوئ دریځ خپل کړی چې په ملګرو ملتونو کې دطالبانو په رسمیت پیژیدنه ددې ادارې مشروعیت کمزوری کوي.

هغوئ غوښتنه کړې چې ملګري ملتونه دې په طالبانو خپل بندیزونه نه ختموي اؤ د۱۹۹۰ لسیزې په څېر دی دا ډله په رسمیت نه پیژني.

دغو دواړو امریکایي قانون سازانو تور لګولی چې دنړۍ لخوا دا مهال افغانستان سره کومې بشري مرستې کیږي طالبانو له دغو مرستو دځان په ګټه فایډه اخستې اؤ په هغو کسانو یې دا مرستې ویشلي چې د دوئ پلویان دي.

هغوئ په ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې باید دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې دنړۍ لخوا افغانستان سره کیدونکو مرستو نه طالبان سیاسي ګټې پورته نکړي .

په دې وروستیو کې دطالبانو لخوا ملګرو ملتونو دپاره دافغانستان د دایمي استازي په توګه نومول شوي سهیل شاهین وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ که هغوئ ته ملل متحد کې داستازیتوب حق ورکړل شي نو دوئ به په دغه نړیوال فورم کې د خپل مجاهد ولس د نماینده په توګه دهغوی د ملی او اسلامي ارمانونو لپاره کار کوي.

سهیل شاهین ویلي وؤ په هغو برخو کې چې د اسلامي امارت مصلحت یې ایجابوي دوئ به دنورو هیوادونو سره همکاري کوي، همداشان غواړي به چې د نړۍ په سوله اوثبات کې مثبت رول ولري.

دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو دحکومت دلنډ مهاله کابینې د ریس الوزرا ملامحمد حسن په شمول د دوئ د یو شمیر مشرانو نومونه دملګرو ملتونو دترهګرو فهرست کې شامل دي.

(دې رپورټ کې د وي او ای اشنا د رپورټ څخه ځېنې معلومات شامل دي)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG