لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکي: 28 زره افغانانو امریکا ته د لنډمهالې داخلې غوښتنه کړې یواځې 100 منل شوي


واشنګټن ـــ د امریکې چارواکي وایي طالبان چې پر افغانستان واکمن شوي له هغه وروسته تر 28,000 زیاتو افغانانو په بشري بنیاد امریکې ته د لنډمهالې داخلې رسمي غوښتنې کړې دي خو وایي په هغوی کې یواځې د شاوخوا 100 تنو غوښتنې منل شوې دي.

په امریکا کې د مهاجرت او شهریت ادارې (یو اېس سي ايي اېس) کوشش کوي چې امریکا ته د راغلو افغانانو د خواستونو پروسه تونده کړي او ژمنه یې کړې چې د دې کار لپاره به نوره عمله هم بهرتي کوي چې خواستونه په تادۍ واوریدل شي.

خو امریکا ته راغلي افغانې کورنۍ او هغه تنظیمونه چې د دوی مرستې یې کړې وايي د دوی د درخواستونو په ورو مخکې تللو او منظوریدو له سببه د دوی خپل خپلوان د خطر سره مخ دي، چې دا مهال د طالبانو په واکمنۍ کې د یو نامعلمومه راتلونکي او د سخت دریځو د دهړکو سره مخامخ دي ځکه چې د دوی خپلو خپلوانو د غربي هیوادونو سره د افغانستان لپاره کار کړی وو.

په مېسيچیوسټ ایالت کې اوسېدونکی ساپی وايي "مونږ د خپلو کورنیو د غړو د ژوند په اړه اندېښمن یو". د صافي کورنۍ خپلو 21 خپلوانو لپاره د بشري پېرول په اساس خواستونه جمع کړي. دی وايي "کله کله زه دا فکر هم کوم چې سهار به راپاڅم او راته به وویل شي چې خدای مه کړه په هغوی څه چل شوی".

یوه بله افغان مېرمن چې د امریکا ګرین کارډ لري او نه غواړي نوم یې واخیستل شي غواړي د خپلې خور او تره کورنۍ امریکې ته را وغواړي، وایي د هغوی کورنۍ په افغانستان کې په پټه ژوند کوي او کور یې په نیژدې ورځو کې په چاودنو کې وران شوی ځکه تره یې د طالبانو په واک کې راتلو وړاندې یو پېژندلی تن وو.

د دغه خواستونو په ورو د منظورېدو پروسې د لاسه امریکا ته رارسیدلي افغانان د خفګان سره مخ دي ځکه دوی د وړاندې نه په زرګونو ډالره به فیسونو کې جمع کړي. دا خبره په نیو انګلېنډ مېسيچیوسټ کې یوه وکیله کایره پیېري کوي چې د کډوالو د بحالۍ یوې ادارې سره کار کوي. دا وايي هر یو دراخواست چې جمع کیږي نو 575 ډالره فیس یې جمع کوي، مطلب یې دا دی چې یو اېس سي ايي اېس یا د کډوالو او شهریت اداره به 11.5 میلینه ډالره د افغانانو نه ترلاسه کوي.

پېیري زیاتوي "خلک د خپلو خپلوانو او کورنیو د غړو راوستو ته لېواله دي". ایا دا زمونږ ذمه واري نه ده چې کوم خلکو مې هلته پرېښي هغه راولو په داسې حال چې دوی د مهاجرت قانونونه هم عملي کوي".

د یو اېس سي ايي اېس یو ویاند وېکټوریا پالمې وايي ادارې یې 44 نور کسان تربیه کړي چې د نويو درخواستونو کار مخکې لاړ شي او د اکتوبر د نیمایي پورې ادارې یواځې شپږ کارکوونکي د دغو افغانانو لپاره جلا کړي وو.

د دغو خواست کوونکو یو بل لوی چېلنج دا هم دی چې دوی به د لومړۍ منظورۍ نه وروسته نېغ په نیغه انټرویو ورکوي، مطلب یې دا دی چې دوی به د افغانستان نه بهر کوم بل هیواد ته ورځي چرته چې د امریکا سفارت کار کوي.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی دغه پروسه څو میاشتې اوږه موده اخیستی شي او ددې هیڅ کوم ضمانت نشته چې دغه خواست کوونکو ته به منظوري ورکړل شي.‌

د هیومنیټېرین پېرول په نامه جمع شوي خواستونه د امریکا ګرین کارډ او یا په امریکا کې د مستقل اوسېدو کوم ضمانت نه ورکوي، مطلب یې دا دی چې دوی به په امریکا کې سیاسي پناه او یا د ویزو روایتي پروسه کې برخه نه شي اخیستی، خو دوی غواړي چې په تادۍ د کوره ووځي.‌

د پېرول درخواستونه چې د هغه 73 زره افغان کډوالو نه علاوه دي چې د افغانستان نه راوتلي او د دې زیات پام د هغه افغانانو په راویستلو دی چا چې د امریکا حکومت سره کار کړی، په دغو کې زیات افغانان امریکا ته رارسیدلي او دا مهال په بېلا بېلو ځایونو کې پوځي کېمپونو کې اوسیږی، خو 2000 لا هم په بهر هیوادونو کې امریکا ته د راتلو په تمه ده.

په نیویارک کې د کډوالو لپاره د کارکوونکې یوې ادارې انټرنېشنل ریفیوجیز اسسټنټ پراجېکټ سونیل وارګېس وايي د بایډن انتظامیه دې باید هغه خواستونو ته پام وکړي چې د ښځو او جینکو او د همجنس پرستانو او مذهبي لږکیو لخوا جمع شوي‌ دي.‌

سره د دې چلینجونو امریکا ته له رارسیدلیو افغانانو سره ډېر لږې لارې دي‌، خو په مېسيچیوسټ کې ژوند کوونکې بهاره- چې غواړي پوره نوم یې وا نه خیستل شي- وايي اوس د خپل هیواد د پرېښودو په فیصله پښیمانه ده.

29 کلنه بهاره د اګست په 15مه نېټه هغه مهال یوه جهاز ته وختله چې څو شېبې وروسته طالبانو کابل ونیوو.‌ بهاره چې په امریکا کې د ماسټرۍ زده کړو لپاره یې ځان رجسټر کړی وايي:

"دا زما یو ارمان وو خو دا په مکمله توګه بدل شو. زه د خپلې کورنۍ په اړه سوچ نه شم پرېښودی. لومړۍ څو اوونۍ ما خوب هم نه شو کولی. ما به تشه ژړا کوله". د بهارې پلار وړاندې د امریکایانو سره کار کاوه او اوس یې څو څو وارې طالبان کور ته بې اعلانه ورغلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG