لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان:چې شلو کالو کې مو دنړۍ فشار ونه منلو اوس یې نه منو


طالبان وایي امریکا اؤ دهغوئ انډیوالان که دفشار دلارې طالبان پخپلو غوښتنو منلو مجبورؤل غواړي نو دا به د دوحې د تړون څخه صریحاً سرغړونه وي.

دطالبانو مرکزي ویاند اؤ ددغه ډلې لخوا ملګرو ملتونو لپاره د دایمي استازي په توګه نومول شوي سهیل شاهین دجمعې په ورځ وي او ای ډيوه ویب سره خبرو کې ویلي چې نه خو طالبانو په تیرو شلو کالو کې دنړۍ فشار ته غاړه اېښې،نه یې دخپل حکومت په درې میاشتنۍ دوره کې بهرنی فشار قبول کړی اؤ نه به یې راتلونکي کې څوک دفشار لاندې راولي.

دامریکا د دوؤ قانون سازانو لینزي ګراهام اؤ مایکل والټز لخوا دملګرو ملتونو سرمنشي ته دطالبانو په رسمیت د منلو په اړه دلیږل شوي لیک په غبرګون کې سهیل شاهین ډیوه ته ویلي که امریکایان داسې کوي نو دا د دوحې دسولې دتړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

امریکایي قانون سازانو لینزي ګراهام اؤ مایکل والټز پخپل لیک کې دملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې ده چې که په هر قیمت تمامیږي خو باید دطالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي.

دطالبانو ویاند ډیوه ته وویل د دوحې تړون چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ شوی، ورته د ملګرو ملتونو ملاتړ هم حاصل دی اؤ دا چې اوس امریکایان غواړي ددغه تړون برعکس طالبان دفشار دلارې خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي دا بیا دسولې نه، دجنګ ژبه ده چې دیو اړخ لپاره به هم په ګټه تمامه نه شي.

دطالبانو په لنډ مهاله کابینه امریکا، ملګري ملتونه اؤ دنړۍ نور هیوادونه نیوکې کوي چې لږکیو ، ښځو اؤ ځوانانو ته پکې داستازیتوب حق نه دی ورکړل شوی.

خو دطالبانو ویاند وایي اسلامي امارت داسلامي اصولو په رڼاکې ټولو بشري او دلږکیو حقوقو ته ژمن دی.

دهغه په وینا "البته مونږ یوه اسلامي او افغاني ټولنه یو. دخپلې ټولنې دلوړو عنعناتو په رڼا کې ټول خپل حقوق او وجایب لري، دلته دچا په خلاف هیڅ تبعیض نشته، ټول د قانون په وړاندې یوشان دي"

امریکایي قانون سازانو پخپل لیک کې دا تور هم لګولی چې نړۍ دا مهال افغانستان سره کومې بشري مرستې کوي طالبان هغه پخپلو پلویانو ویشي اؤ سیاسي ګټې ترې اخلي.

خو دطالبانو ویاند بیا وایي چې دامریکایي قانون سازانو دا تورونه ښایي دا دوئ خپله نه ،بلکې داسلامي امارت دسیاسي مخالفینو ژبه ده چې دحقیقت سره هیڅ تړاؤ نه لري.

هغه وایي افغانان دا مهال دنړۍ مرستو ته اړتیا لري دطالبانو حکومت غواړي نړۍ دافغانستان کنګل شوې پنګې ایله کړي ترڅو اسلامي امارت دخپلو خلکو د ښه ژوند لپاره خپل پروګرامونه عملي کړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې که نړۍ ددوئ حکومت په رسمیت نه مني اؤ کنګل شوې پنګې هم نه ورخلاصوي، څنګه به دخپل ولس مشکلات هواروي؟ ښاغلي سهیل شاهین وویل" مونږ چې خپل کوم وسایل اؤ منابعې په لاس کې لرو دهغې په اساس به دخپلو خلکو خدمت کوؤ"

د نومبر په ۱۷مه د طالبانو حکومت کې دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي امریکا ته يو پرانستی خط ليکلی ؤ او د امریکا د کانګرس نه يې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان تړلې پېسې دې خوشي کړي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاد او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وي اوړمه ورځ او ای ډيوه ته ویلي وؤ چې دغه پېسې د افغان ولس دي او ترکومه چې طالبانو د ځايي خلکو اعتماد نه وي ګټلی نو د نړيوال فشار له امله امريکا به ونه کړل شي چې دغه پېسې خوشي کړي۔

ښاغلي سهیل شاهین وویل د دوئ حکومت ټولې نړۍ ته یو فرصت ورکړی چې افغانستان ورسره اوږه په اوږه تګ ته تیار دی خو پوښتنه داده چې تر اوسه ولې نړۍ ددې فرصت څخه ګټه ترلاسه نکړه ؟

په افغانستان کې تر دې وړاندې چې کله د۱۹۹۰ په لسیزه کې هم دطالبانو حکومت ؤ نو دغه حکومت دپاکستان اؤ سعودي پرته هیچا په رسمیت نه ؤ منلی اؤ دا ځل چې یو وارې بیا طالبان په افغانستان واکمن شوي دپاکستان په شمول یې دنړۍ هیڅ یو هیواد حکومت په رسمیت نه دی منلی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG