واشنګټن – د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د خالي یا شنبې په ورځ په بحرین کې وویل، "راځۍ چې ښکاره یې ووایو، د منځني ختیځ د امنیت لپاره د امریکا ژمنتیا کلکه او باوري ده."
چارواکي له سیمې سره د امریکا د ژمنتیا په اړه اندېښنه لري، په ځانګړي توګه له افغانستان څخه د امریکا د ډرامټیک وتلو وروسته چې امریکا غواړي له ایران سره اټومي تړون ته ورسېږي.
اسټن زیاته کړه، "خو د ایران کړنې په دې وروستیو میاشتو کې هڅونکې نه دي، په خاصه توګه د هغوی د اټومي پروګرام د پراخوالي په برخه کې."
خو د امریکا د دفاع وزیر دا هم وویل، "ملګري او دوښمنان دواړه پوهېږي" د امریکا د وړتیاو په اړه چې کارولی یې شي.
اسټن د خالي یا شنبې په ورځ دا هم وویل چې امریکا ښايي ډیپلوماټیک حل پسې وګرځي ځکه د بایډن په اداره کې "ډپلوماسي د حل لومړۍ لاره ده."
اسټن د امریکا د پخواني ولسمشر ډوایټ ایسن هاور هغه خبره کړې چې "پوځي ځواک په یواځې توګه نړۍ ته دایمي سوله نشي ورکولای."
د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د جمعې په ورځ بحرین ته رسېدلی او تمه ده چې عربي متحده اماراتو ته به هم ولاړ شي.
د پنټګان په بیان کې راغلي وو، چې اسټن به په بحرین کې د سټراټیژیکو مطالعاتو په نړیوال انسټیټیوټ کې یو ځل بیا هغه ژمنه تازه کړی چې د دفاعي شراکت او د سیمې د امنیت او ثبات د ځواکمنتیا په برخه کې به خپل د رهبرۍ اوږدمهال رول ته دوام ورکوي.
د بحرین د سټراټیژیکو مطالعاتو په نړیوال مرکز کې له ټول منځني ختیځ څخه د دفاع وزیران، مشران او نور لوړ پوړي حکومتي چارواکي بلل کېږي.
په عربي متحده اماراتو کې به اسټن له جګ پوړو چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
د خبر پاڼې له مخې، ایران به اکثرو دغو خبرو کې د بحث موضوع وي.