لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشهور افغان ډاکټر محمد نادر عالمي تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی


واشنګټن ـــ د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د اعصابو او نفسیاتي ناروغیو مشهور ډاکټر محمد نادر عالمي تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی، طالبان وایي د تښتونې په تور یې اته تنه نیولي.

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د هغه زوی احمد رویین عالمي ویلي، پلار یې دوې میاشتې مخکې تښتول شوی وو او تښتونکو د هغه په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې وه.

احمد رویین وایي کورنۍ یې تښتوونکو ته تر خبرو اترو وروسته درې نیم لکه 350,000 ډالره ورکړې،‌ خو په دې باوجود یې د ده پلار وژلی او وایي هغوی تر دې دوه چنده زیاتې پیسې غوښتې.

رویین وایي تښتوونکو یې د پلار مړی په کوڅه کې پرېیښی وو او د تېرې جمعې په ورځ یې د دوی کورنۍ ته ټیلیفون کړی وو چې د ډاکټر نادر عالمي مړی چېرې پروت دی او باید تر لاسه یې کړي:

"زما پر پلار باندې ډېر سخت تشدد شوی دی، پر بدن یې د وهلو ټکولو نخښې دي".

محمد نادر عالمي د مزار شریف په سرکاري روغتون کې کار کاوه خو خپل یو شخصي کلینیک یې هم وو چې د دې ښار د نفسیاتي ناروغیو لومړی شخصي کلینیک ګڼل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند قاري سعید خوستی وایي د ډاکټر عالمي د تښتونې او وژنې په تور یې اته تنه نیولي خو وایي حکومت یې د هغه په وژنه کې د لاس لرونکو کسانو د نیولو او په سزا رسولو ژمنه کوي. خوستي د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"څه موده وړاندې درې تنه حاجي محمد یوسف، حاجي امان الله، ډاکټر محمد نادر عالمي د اختطافګرو له لوري وتښتول شول چې د ا.ا [طالبانو] ځواکونه له اوږدو کشفي معلوماتو وروسته وتوانیدل چې اته تنه اختطافګر ونیول شول او له منګولو يې حاجي امان الله او حاجي يوسف وژغورل شول، متاسفانه چې ډاکټر صیب عالمي د هغه دوه نورو اختطافګرو له لوري په شهادت ورسيدو چې د همدې اته کسيزې ډلګۍ ملګري وو".

د افغانستان د ډاکټرانو کونسل د ډاکټر عالمي پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د خپل هېواد ملي اثاثه او د روغتیایي ډګر «اتل» بللی دی. د افغان ډاکټرانو طبي شورا په یو بیان کې ویلي:

"موږ د افغانستان اسلامي امارت له امنیتي مسوولینو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې د دې قضیې عاملین ونیسي او د خپلو اعمالو په سزا یې ورسوي او د سپينې چپنې امنیت او خوندیتوب لپاره لازم اقدامات او اجرأت وکړي".

اسوسیېټیډ پریس وایي په افغانستان کې د تېر حکومت له وخته د تاوان لپاره د سړي تښتونو په ګډون جرمونه زیات شوي چې وایي له کبله یې ډېر تاجران له هېواده وتلو ته اړ شول. وایي د طالبانو له واکمنۍ سره هم د سړي تښتونې پېښې روانې دي خو لږ کمې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېرو درو میاشتو کې د افغانستان د تېر حکومت کارکوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوي چې تور یې په طالبانو پورې کېږي. که څه هم طالبان وایي هغوی ته یې عامه بخښنه اعلان کړې او په دغو وژنو کې لاس لرل ردوي خو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په تېره ستمبر میاشت کې ومنل چې طالبانو په خپلسرې توګه ځینې کسان وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG