لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده:د رشتې نه په انکار کولو پېغله جینۍ وژل شوې ده


پولیس وایي دخیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې د واده څخه په انکار یوه اتلس کلنه پیغله جینۍ خپل تربور په دزو وژلې ده چې دپېښې مقدمه درج کړل شوې خو وژونکی تن په تېښته بریالی شوی دی.

دخالي په ورځ دچارسدې د سټی یا ښار پولیس ټاڼې مرستیال محرر وي او ای ډيوه ته ویلي دا پېښه تیره ورځ دسردریاب سیمې سره نزدې رامنځته شوې ده.

دپولیسو دغه مشر وایي د وژل شوي پیغلې نایله امین پلار فضل امین ورته د رپورټ درج کولو په مهال ویلي چې دهغه لور نایله له وړاندې څخه کویژدن شوې وه خو دهغه وراره اؤ دجینۍ دتره زوئ مهران ولد بختیار غوښتل چې نایله باید ده سره واده وکړي.

هغه پولیسو ته ویلي چې د دوئ کورنۍ مهران ته د نایلې د رشتې ورکولو څخه انکار کړی ؤ چې په دې تیره ورځ مهران د دوئ د کور دننه په نایله ډزې وکړې اؤ هغه یې ووژله.

پولیس وایي دپېښې نه وروسته تورن تن له موقعې تښتېدلی اؤ پولیسو دمقدمې په درج کولو سره دهغه دنیولو دپاره هڅې پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا اؤ دپاکستان نورو بیلابیلو برخو کې تر دې وړاندې هم ګڼ شمیر پیغلې د رشتې څخه په انکار وژل شوي دي.

سږکال دمارچ په میاشت کې د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې دنړۍ په هرو څلورو کې یوه میرمن دخپل ملګري یا نزدې خپلوان دلاسه د بدني اؤ جنسي تشدد سره مخ ده اؤ په نړۍ کې دداسې میرمنو شمیره شاوخوا ۷۳ کروړو ته رسیږي.

د روغتیا نړیوالې ادرې دکال ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۰م پورې په ښځو د بدني اؤ جنسي تشدد دشوؤ پېښو په اساس خپل تجزیاتي رپورټ‌ کې ویلي وؤ چې دمیرمنو په ضد تشدد په عامه توګه په کم عمرۍ کې پیل کیږي اؤ د ۱۵ؤ کالو نه نیولې تر ۲۴ کالو په هرو څلورو کې یوه میرمن د کوم نزدې،بې تکلفه ملګري یا پېژندګلو تن دلاسه د تشدد سره مخ شوې ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې دجنسي اؤ افزائشي صحت دڅانګې مشرې کلاډيا ګارشیا مورینو چې دغه رپورټ یې راجوړ کړی ؤ، وایي دمطالعې نه ورته معلومه شوې د ه چې ۳۸فیصدي اؤ یا هم له دې زیاتې میرمنې دخپلو نزدې کسانو دلاسه وژل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG