لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د داعش خراسان ډلې مشران د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي


امریکا ويلي په افغانستان کې د داعش د ځینو مشرانو پرضد ګامونه اخلي او په دوی بندېزونه لګوي، ځکه چې په دغو کسانو تور دی چې دوی د داعش دپاره پېسې راټولوي او بهرنيو جنګيالو سره یې اړيکې دي.

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت د ګل/ دوشنبې په ورځ (22 نومبر) د داعش خراسان يو لوړ پوړی مشر ثنا الله غفاري، سلطان عزيز اعظم او مولوي رجب ځانګړي نړيوال ترهګر ګرځولي دي.

په دغو کسانو چې بندېزونه لګول شوي دوی به نه شي کولی چې هیڅ ډول هغو شتمنيو ته لاسرسی وکړي کومې چې په امریکا کې وي يا د امریکا سره تړلي وي.

ثنا الله غفاري، چې په ثنا الله يا شهاب المهاجر مشهور دی د کال 2020 د مې څخه د داعش خراسان مشري کوي.

امريکايي استخباراتو د روان کال په لومړو کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د مخنیوي د چارواکو سره د غفاري په اړوند مالومات شريک کړي وو چې هغه د کابل نه بهر فعاليت لري او ځالې يې جوړې کړي دي.

د دې ترڅنګ د امریکا د خزانې وزارت د ګل په ورځ په عصمت الله خالوزي هم بندېزونه لګولي او ويل شوي هغه د داعش خراسان دپاره مالي مرستې برابروي.

ويل شوي عصمت الله خالوزی د داعش د لوړ پوړو چاوراکو مشن چلوي او د بهرنیو جنګيالو د تګ راتګ دپاره زمينه برابروي، څوک چې په افغانستان او سيمه کې اړی ګړی جوړوي.

د امریکې د خزانې وزارت ويلي، خالوزی په وروستیو کې د ترکي نه داعش ته پېسې لېږلي، او له دې وړاندې به يې د متحده عرب اماراتو څخه بهر عمليات کول، هغه به غټ ګاډي بيا خرڅول او داعش ته به يې پېسې راټولولې.

داعش چې په افغانستان کې فعالیتونه لرل، د کال 2020 په نيمايۍ کې امریکې او طالبانو دغه ډله په شا تمبولې وه خو د اګست په مياشت کې د امريکا د افغانستان څخه وتلو وروسته دا ډله بیرته فعاله شوې ده.

تيره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړې استازې ويلي وو داسې ښکاري داعش به ډېر زر د افغانستان په ټولو صوبو کې فعالیتونه ولري.

د امریکا د دفاع او استخباراتو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د شپږو مياشتو پورې موده کې دا ډله بيا رايو ځای شي او توان لرلی شي چې په امريکا او مغربي هېوادونو بريدونه وکړي.

د امريکايي چارواکو د شمېرو ترمخه داعش په افغانستان کې د 2000 پورې سخت دریځه جنګیالي لري.

خو په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره چې هلته زندانونه خالي کړی شوي وو ويل شوي د داعش جنګيالي ورسره په ټول ملک کې سېوا شوي دي.

د ترهګرۍ ضد نړيوالو چارواکو او کار پوهانو هم اندېښنې راپورته کړي چې داعش خراسان ته بهرني جنګيالي هم راشي او په دوی کې شامل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG