لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې پولې خبریالانو او بشري حقونو د څار تنظیمونه ټیلیویژنونو ته د طالبانو نوې تګلارې اندېښمن کړي


واشنګټن ـــ د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم آر ایس ایف په افغانستان کې د رسنیو لپاره د طالبانو پر نوې هدایتنامه غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دوی دا کار به ښځینه خبریالانې نورې هم له خپل کار څخه را وګرځوي. د بشري‌ حقونو د څار اداره هم وایي د طالبانو دا هڅې ښکاره کوي چې په رسنیو کې پر خپل حکومت د تنقید مخه ونیسي.

په افغانستان کې په رسنیو خصوصاً پر ټیلیویژنونو باندې د طالبانو تازه بندیزونو نه یواځې د دې هېواد د رسنیو کارکوونکي بلکې د خبریالانو نړیوال تنظیمونه او د بشري‌ حقونو تنظیمونه هم اندېښمن کړي‌ دي.

د خبریالانو د حقونو نړیوال تنظیم بې پولې خبریالان (آر ایس ایف) وایي د طالبانو دغه تازه محدودیتونه به په داسې وخت کې په رسنیو کې د ښځو د کموالي سبب شي چې له مخکې هم دا هېواد له غربت او بې روزګارۍ سره مخ دی.

د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو د سازمان مشر رضا معیني وي او اې ته وویل، طالبانو تر خپل دې نوي اعلان مخکې هم په رسنیو باندې څه بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د نومبر پر 21مه په افغانستان کې ټیلویژن چېنلونو ته امر کړی وو چې خپل نشریات دې په "اسلامي اصولو" برابر کړي او هغه فلمونه او ډرامې دې نه خپروي چې "د شریعت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف" وي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هم پرون په یو بیان کې لیکلي چې طالب چارواکي خبریالانو ته خطر پېښوي او رسنیو ته یې نوې خو سخته تګلاره ټاکلې چې وایي په ځانګړې توګه ښځو ته به زیان ورسوي.‌

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په یوه هدایتنامه کې رسنیو ته ویلي، ټي وي چېنلونه دې داسې ډرامې او پروګرامونه نه خپروي چې پکې ښځو هم کردار ادا کړی وي.

طالبانو ویلي "هغه بهرني او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او دودونه په افغاني ټولنه کې خپروي او د ټولنې د بداخلاقۍ سبب ګرځي، باید نشر نه کړي."

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د اېشیا څانګې مشره پېټریشیا ګوسمن وایي، د رسنیو لپاره د طالبانو نوې تګلاره او خبریالانو ته ګواښونه د هغو ټولو نیوکو د مخنیوي پراخې هڅې ښکاري چې د طالبانو پر حکومت باندې کېږي. مېرمن ګوسمن وایي د اختلاف بشپړ ګنجایش ختمېدل او په رسنیو او د هنر په برخه کې پر ښځو سخت بندیزونه ‌د ویجاړۍ خبره ده.

د افغان خبریالانو د ټولنې مرستیال مشر حجت الله جاوید مجددي وایي، که د طالبانو نوې لارښوونې سل فیصده په رسنیو کې عملي‌ شي نو د رسنیو ځینې ادارې به بندې شي.

مجددي وایي د دوی ټولنه په دې اړه کار کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه ګډه کمېټۍ جوړه کړي او داسې یوه لاره ولټوي چې د رسنیو د دغو دفترونو د بندېدو مخه ونیول شي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د روانې نومبر میاشتې په پیل کې هم اندېښنه څرګنده کړې وه او په یو بیان کې یې ویلي وو چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي یا بېخي ختمه شوې او یا له سنجیده ستونځو سره مخامخ ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو وړمه ورځ د رسنیو له استازو سره په کابل کې غونډه کړې وه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې غونډه کې ویلي:

"رسنۍ د یو هیواد او نظام له پاره ډیر ارزښت لري. رسنۍ زموږ د سر سترګې دي، موږ یې حمایت کوو ؛ خو رسنۍ باید د ټولنې د اصلاح له پاره کار وکړي. د هیواد لوړ منافع او اسلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي".

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې له سرکاري ټيلیویژن چینل پرته لسګونه شخصي ټیلیویژن چینلونه جوړ شول چې پکې له خبرونو سره سره فلمونه، ډرامې، موسیقي او ګڼ شمېر نور تفریحي او تعلیمي پروګرامونه هم خپرېدل. په بهرنیو فلمونو او ډرامو کې ترکي، هندي او پاکستاني ډرامو زیات مینه وال درلودل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG