پاکستان د هند دغه دعوه رد کړې چې ګنې په فرورۍ 2019 کې هندي پايلټ د پاکستان اېف -16 الوتکه نسکوره کړې وه، هند دوه ورځې وړاندې خپل پايلټ ابي نندن ته د پاکستان د الوتکې غورځولو په سر درېمه غټه پوځي جايزه يا اېوارډ ورکړی وو.
پاکستان د نهې/ سه شنبې په ورځ (23 نومبر) ويلي، هندي پايلټ چې راګوزار کړی شوی وو هغه ته جايزه ورکول د خپلو خلکو د خوشالولو دپاره د هند جعلي جوړه کيسه ده، په کور دننه يې خلک خوشاله کړی او خپل شرم يې پرې پټ کړی دی.
د نهې په ورځ چې هند ابي نندن ته د اېوارډ ورکولو په دستوره کې د هند وزيراعظم نريندرا مودي او د پوځ لوړ پوړي چارواکي هم موجود وو.
د راپورونو ترمخه هندي پايلیټ ابي نندن ورتمان د ونګ کمانډر نه ګروپ کمانډر هم جوړ کړی شوی دی.
د کال 2019 په 26 نومبر هند د پاکستان په بالاکوټ علاقه کې د بمونو داغلو دعوه کړې وه چې د تندلارو مرکزونه يې په هدف کړي خو پاکستان دغه دعوه رد کړې وه.
په دوېمه ورځ بيا پاکستان ويلي وو، د هند دوه جنګي الوتکې يې نسکورې کړي او د هند يو پايلټ يې نیولی دی کومه پاکستانۍ الوتکه نه دی نسکوره کړی شوې.
د هند د هوايي ځواک مشر ايئر وايس مارشل ار جي کی کپور هغه وخت رسنيو سره په خبرو کې د پاکستان د اېف -16 الوتکې نسکورولو ادعا کړې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، نړيوالو پوهانو او امریکايي چارواکو تاييد کړې وه چې په دغه ورځ کومه پاکستانۍ اېف -16 جنګي الوتکه نه وه ويشتل شوې او د پاکستانيو الوتکو شمار پوره دی.
پاکستان د هند نيولی پايلټ ابي نندن په دوېمه ورځ هند ته بيرته سپارلی وو.