لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په کابينه کې نور سړي غړي شامل، په 100 ورځو کې يې حکومت چا هم په رسميت نه دی پېژندلی


په افغانستان کې طالبانو د خپل حکومت په کابينه کې نور سړي غړي شامل کړي دي، بل لور ته چې د طالبانو په افغانستان د واک ترلاسه کولو 100 ورځې پوره کيږي، تراوسه پورې يو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو په 15 اګست افغانستان نیولی، او په اووم ستمبر يې وياند ذبيح الله مجاهد موقتي سرپرسته کابينه اعلان کړې وه، تراوسه پورې د طالبانو په کابينه کې يوه ښځه غړې هم نشته.

د طالبانو وياند په 22 نومبر ويلي د يو شمېر وزارتونو دپاره يې سرپرست وزیران او مرستيالان سره د ريسانو ټاکلي دي.

په نوو وزيرانو کې د کانونو او پيټروليم سرپرست مولوي شهاب الدين دلاور، او محمد ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد يا حادثاتو ضد وزارت سرپرست ټاکل شوي دي.

ورسره د ملي تدارکاتو يا خريدارۍ د ادارې، د زندانونو د چارو، د اصلاحاتو او ملکي خدماتو، د سرحدونو او قبايلي چارو د وزارتونو سپرستان، او د وزارتونو مرستيالان ټاکل شوي دي.

د طالبانو لومړۍ کابينه

طالبانو چې په اووم ستمبر خپله لومړۍ نوې کابينه اعلان کړې، پکې ملا محمد حسن اخوند رئیس الوزراء یا وزیراعظم، ملا عبدالغني برادر د هغه لومړی مرستیال او مولوي عبدالسلام حنفي دویم مرستیال ټاکل شوي وو، د طالبانو لومړۍ کابينه په 33 غړو مشتمله وه.

په ملا حسن اخوند (وزير اعظم) باندې د ملګرو ملتونو بندیزونه اوس هم لګېدلي او د ملګرو ملتونو په رپوټ کې هغه د ملا عمر نزدې ملګری او سیاسي مشاور په توګه ياد شوی وو.

امريکې هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو په اعلان شوې کابينه اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښځې پکې نشته او ځينې داسې کسان پکې شامل دي چې په تيرو وختونو کې پرې بندېزونه لګېدلي دي.

او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د طالبانو په کابينه کې د ښځو په نشتوالي ژوره مايوسي څرګنده کړې وه.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان دپاره مرستيالې استازې اليسن ډوېډين په (8ستمبر) په ورځ ویلي وو، دا د منلو وړ نه ده چې نړيواله ټولنه به دا قبول کړي چې ښځې به د حکومت برخه نه وي.

د طالبانو حکومت په 100 ورځو کې چا هم په رسمیت نه دی منلی

د طالبانو په افغانستان کې د خپل حکومت جوړونې چې 100 ورځې پوره کيږي، په نړۍ کې تراوسه يو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو پاکستان په نړۍ ټينګار کوي چې د طالبانو سره دې په بشپړ ډول اړیکې غوڅې نه کړي.

امریکا او نړیوال د طالبانو نه غوښتنه کوي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار ځايونو ته د تلو اجازه ورکړي، جينکو ته تعلیم ته رسايي ورکړي او د لږکيو سره بشري حقونه خوندي کړي.

طالبان وايي په حکومت کې يې د زياترو قومونو سره تعلق لرونکي کسان شامل دي.

د وي او اې اشنا د رپورټ ترمخه د افغانستان لپاره امریکا ځانګړي استازي ټوماس وسټ وایي هیڅ داسې نښه نشته چې روس او چین دې طالبان په رسمیت وپيژني. او که روسی او چین د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني، امریکا به دا کار ونکړي.

د طالبانو حکومت ته چېلنجونه

د طالبانو په واک کې د راتلو سره سم امریکا او مغربي هېوادونو د افغانستان نزدې 10 اربه ډالره چې په دغو هېوادونو کې دي، تړلي دي، او افغانستان ته تر ټولو غټ چېلنج کمزوری اقتصاد او بشري بحران ياديږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په ورځ (17 نومبر) امریکا ته په ليکلي پرانستي خط کې د امریکا د کانګرس نه غوښتي د افغانستان تړلې پېسې دې خوشي کړي.

هغه ويلي وو، "مونږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي. مونږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي. او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي".

ورسره بل لور ته ملګري ملتونه بيا بيا په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران خبرداری ورکوي او وايي که د افغانستان مرستې ونه شوې، د ژمي يخ موسم راغلو سخت بشري بحران به رامنځته شي.

داعش

په 17 نومبر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړې سفارتکارې په نړيواله ټولنه ټينګار کړی چې د داعش خراسان ډلې راپورته کېدو ته زياته پاملرنه وکړي، سفارتکارې ویلي داعش په افغانستان کې د بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو استازې ډېبور لوينز د ملګرو ملتونو امنیتي شورا غونډې ته ویلي وو، "داعش ډله يو وخت په کابل او څو نورو صوبو (ولایتونو) پورې محدوده وه، خو اوس یې موجودګي په ټولو صوبو کې ښکاري او زياته فعاله ښکاري".

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داعش په کابل، کندوز او کندهار کې د غټو خونړو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت د ګل/ دوشنبې په ورځ (22 نومبر) د داعش خراسان يو لوړ پوړی مشر ثنا الله غفاري، سلطان عزيز اعظم او مولوي رجب ځانګړي نړيوال ترهګر ګرځولي دي.

داعش چې په افغانستان کې فعالیتونه لرل، د کال 2020 په نيمايۍ کې امریکې او طالبانو دغه ډله په شا تمبولې وه خو د اګست په مياشت کې د امريکا د افغانستان څخه وتلو وروسته دا ډله بیرته فعاله شوې ده.

د امریکا د دفاع او استخباراتو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د شپږو مياشتو پورې موده کې دا ډله بيا رايو ځای شي او توان لرلی شي چې په امريکا او مغربي هېوادونو بريدونه وکړي.

د امريکايي چارواکو د شمېرو ترمخه داعش په افغانستان کې د 2000 پورې سخت دریځه جنګیالي لري.

خو په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره چې هلته زندانونه خالي کړی شوي وو ويل شوي د داعش جنګيالي ورسره په ټول ملک کې سېوا شوي دي.

د ترهګرۍ ضد نړيوالو چارواکو او کار پوهانو هم داسې اندېښنې راپورته کړي چې داعش خراسان ته بهرني جنګيالي هم راشي او په دوی کې شامل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG