لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دداعش فعالیتونو کې اضافه،پېښور کې دپولیسو د وژنې پړه یې هم قبوله کړې


داعش خراسان ډلې په پېښور حيات اباد کې دچارشنبې په ورځ د وژل شوو دوؤ پوليسو د وژنې ذمه واري په غاړه اخستې ده،

پوليس وابي تر اوسه د راټولو شوؤ معلوماتو ترمخه داعش ډله په دې بيښه کې لاس نه لري او کوم تن چې په پوليسو ډزې کړي هغه يې نيولی.

پولیس دا هم وایي چې دکوم کور نه په پولیسو ډزې شوي دهغه کورنۍ په ضد حيات اباد تاڼه کې تر لسو زياتې مقدمې د قبضې او نورو جرمونو پسر درج دي۔

څيړونکي وايي په دې وروستیو کې دداعش لخوا د ترهګریزو پېښو د ذمه واریو اخستو لړۍ زياته شوې چې دا حکومتي چارواکو د پاره د انديښنې خبره ده.

داعش خراسان ډلې پېښور کې د پولیسو د وژنې دتازه پېښې دا ذمه واري په داسې حال پغاړه اخستې چې د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمېنځه د يوې مياشتې اور بند روان دی،

ددغه اوربند اخري نېټه نهم دسمبر ښودل کیږي۔

څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وایي دداعش د بريدونو ذمه وارۍ اخستو کې زياتوالی راغلی دی او دا د حکومت د پاره د تشويش وړ خبره ده۔

نوموړي وويل چې کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي نو په افغانستان او پاکستان دواړو کې د داعش فعاليتونه زيات شوي دي۔

د وي او ای ډيوه لخوا د راټولو کړل شوؤ معلوماتو ترمخه داعش ډلې د نومبر په مياشت کې په خېبر پښتونخوا کې د پينځوؤ بریدونو او د يو بريد ذمه واري په پنجاب صوبه کې منلې ده۔

د نومبر دمياشتې په وړومبیو کې د يو پوليس ای ايس ایي په پيښور کې د هدفي وژلو، په باجوړ کې د دوؤ ليويز اهکار بمي بريد کې د وژلو،په وزيرستان کې په جرګه دلاسي بم دبرید، په باجوړ کې د قاري الياس د هدفي وژلو، د پنجاب صوبې په راولپنډۍ کې د يو شيعه تن د وژلو او په وروستيو کې په پېښور کې د دوؤ پوليس عسکرو د وژلو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

دې نه وړاندې يې په باجوړ، کوهاټ، وزيرستان، پېښور، کرمه او بلوچستان کې هم د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ پغاړه اخستې دي۔

څيړونکي وايي داعش د ټېليګرام د لارې دغه ذمه وارۍ په غاړه اخلي خو په ازاده توګه ددې پخلی نه کيږي۔

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري څو ورځې وړاندې ميډيا ته وويلي وؤ په هدفي وژنو کې چې کومې ډلې هم شامل وي د هغې خلاف عمليات روان دي۔

دپولیسو دمشر په وینا په تيرو دوؤ دريوؤ مياشتو کې چې د دهشتګردۍ کومې پېښې شوې دي د هغې ټولو پلټنې روانې دي، ډلې معلومې کړی شوې دي، د هغوي خلاف کارروایۍ هم شوې دي،

هغه وایي "ځني مشکوک تنان هم نيول شوي دي او زر به دغه ډلې بې نقابه کړی شي او د قانون سره سم به يې به ضد کاروائي کيږي"

د پاکستان حکومتي چارواکي وایي داعش ډله په پاکستان کې کوم منظم شتون نه لري خو ددغه ډلي لخوا وخت په وخت د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ په غاړه اخستل کيږي او د څيړونکو په نظر په وروستيو کې پکې زياتوالی راغلی دی۔

Recommended

XS
SM
MD
LG