لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د کرونا نوي ډول له امله په اتو هېوادونو سفري بنديزونه لګولي دي


د امريکي صدر جو بايډن اعلان کړې چې د جنوبي افريقي په ګډون اتو هېوادونو باندې به د ګل د ورځې نه سفري بنديزونه عملي کيږي.

امريکايي چارواکو ويلي دا بنديز به په امريکايانو او قانوني اسناد لرونکو اوسيدونکو باندې نه عملي کيږي خو دوي به هم د راتلو نه وړاندې د کرونا ټېسټونه کوي او د منفي نتيجو راتلو وروسته به کولی شي چې د امریکا سفر وکړي.

جو بايډن دا اعلان د جمعې په ورځ وروسته له هغې کړی چې د خپل مېډکل چيف ډاکټر پاوچي سره يې ليدلي دي.

په کومو هېوادونو چې امریکا سفري بندېزونه لګولي دي، په هغو کې د جنوبي افريقي ترڅنګ بوسټوانا، زمبابوی، ناميبيا،لېسوتو،ايسواتيني، موزمبيق او ماوالي شامل دي.

برتانيې هم د جنوبي افريقې په ګډون په شپږو هېوادونو سفري بندېزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن په جنوبي افریقا کې د کرونا وایرس نوي ډول ته د جمعې په ورځ د "اومي کرون" نوم ورکړی او ويلي يې دي دا د اندېښنې وړ ده چې دا وایرس د نورو ډولونو نه په زیاته چټکتیا خپرېدلی شي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د جنوبي افریقې د صحت وزیر جوپاهلا ويلي، چې په ملک کې د کرونا پېښې په چټکتيا سره مخې ته را روانې دي.

د امريکا صدر په خپل اعلان کې دوه مهم پېغامونه ورکړي او ويلي يې دي، امریکايان چې پوره ویکسين یې لګولي، هغوی دې بوسټر شوټ ولګوي او هغه چې ويکسين يې نه دي لګولي نن دې ولګوي.

امریکايي صدر په هېوادونو غږ کړی چې د نورو هېوادونو سره د کرونا ضد ويکسينو مرستې وکړي.

نوموړي زياته کړې امريکا د وړاندې نه نورو هېوادونو ته د کرونا ضد دومره ويکسين مرستې ورکړي دي چې نورو ټولو هېوادونو دومره مرستې نه دي ورکړي.

د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه "اومي کرون" د کرونا وايرس پينځم ډول دی کوم چې په وروستيو اوونيو کې په جنوبي افريقا کې مخې ته راغلی دی.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس تراوسه پورې په نړۍ کې د 26 کروړه نه زياتو خلکو ته لګېدلی، او 51لکه 89زره نه زيات خلک يې مړه کړي دي.

کرونا وايرس تر ټولو زیات خلک په امریکا کې مړه کړي چې شمېره يې د اووه لکه 76زرو نه سېوا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG