لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د غږ څخه پينځه ځله تيز د کروز ميزايل کاميابې تجربې دعوه کړې


روس د ګل/ دوشنبې په ورځ دعوه کړې چې د زرکان سوپر سونک کروز ميزايل کاميابه تجربه يې کړې ده کوم ته چې د نړۍ د غټو قوتونو ترمنځ د نوې وسلې د زغل تازه څرګندونه ويل کيږي.

روس، امریکا، فرانس او چين د سوپر سونک ميزايلو ازموينې کوي، خو ويل شوي د روس دا نوی ميزايل د غږ د اواز څخه پينځه چنده ګړندی ځي او نخښه په هدف کوي.

د وي او اې د خبر ترمخه د روس د دفاع وزارت د کاميابې تجربې دعوه کړې چې زرکان سوپر سونک ميزايل يې ازمايلی او هدف يې 400 کلوميټره لرې وو.

روس دغه ډول ميزايل ازموينې وړاندې هم کړي دي، او خپلو جنګي بېړو او ابدوزو باندې د دغو میزايلو لګولو منصوبه بندي کوي.

د روس صدر ولادي میر پيوټن په کال 2019 کې قوم ته په وېنا کې د دغه ډول وسلې په اړه ويلي وو.

هغه ويلي وو دا ميزايل به په ځمکه او سمندر کې د 1000 کلوميټره پورې ويشتل کولی شي، دا به د اواز نه پينځه چنده زيات ګړندی ځي او هدف ته به رسي.

له دې وړاندې داسې خبرونه راغلي وو چې د جولايۍ په مياشت کې چين د هايپر سونک ګلايډر تجربه کړې وه، خو چين دغه خبرونه رد کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG