د پاکستان سپريم کورټ د خېبرپښتونخوا د حکومت لخوا په صوبه کې د بلدياتي ټاکنو په اړه خواست رد کړو او وې ويل چې د بلدياتي انتخاباتو نېټه نه شي بدلولی. په 25م اکتوبر الیکشن کمیشن په خېبر پښتونخوا کې دبلدياتي ټاکنو د وړومبي پړاو اعلان کړی، چې د صوبې په 17 ضلعو کې به په 19 دسمبر 2021 بلدياتي انتخابات کيږي.
د روانې میاشتې په سر کې د پېښور هايکورټ درې کسيزه بېنچ په خیبرپښتونخوا کې د بلدیاتی انتخاباتو په قانون کې د شويو بدلونو خلاف جمع کړل شويو خواستونو باندې له اورېدنې وروسته خپله لنډه پرېکړه اورولې او ويلي يې وو، د بلدیاتي ټاکنو په مهال د ويلج کونسل او نېبرهوډ کونسل ټاکنې په غېر سياسي بنيادونو ترسره کول د ايين د17مې مادې پرضد دي او د بلدياتي ټاکنو په جماعتي بنيادونو د کولو امر يې کړی وو.
وروسته بیا د خېبرپښتونخوا حکومت د پېښور هايکورټ دغه پرېکړه په سپریم کورټ کې چېلنج کړې وه.
د صوبې حکومت دريځ خپل کړی وو، چې د هايکورټ حکم واضحه نه دی د کوم لاندې به چې د بلدياتي انتخاباتو په قانون کې بدلون کول وي او د هغې له امله د بلدياتي انتخاباتو په ټاکلي وخت کول ګران دي.
د ځايي ميډيا د خبر ترمخه د سپريم کورټ د جج جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (30 نومبر) په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په اړوند په خواست اورېدنه وکړه او وې ویل چې د پېښور هايکورټ په فېصلې د عمل ټول اقدامات شوي او د بلدياتي ټاکنو په کېدو کې د وړاندې نه دوه کاله وروسته والی راغلی دی.
عدالت ویلي جمهوريت ته د ودې ورکولو دپاره د سياسي ګوندونو پياوړي کولو اړين دي. او ګوندونه د سياسي عمل څخه نه شي ويستل کېدی. جسټس عمر عطا بندیال ویلي د انتخاباتو د نېټې بدلولو سخت مخالف دي، او د قضيې اورېدنه د نامالومه وخته پورې ځنډول شوې ده.
په خېبر پښتونخوا کې د تېرو بلدياتي ادارو موده د کال2019 د اګست د مياشتې په 28مه سرته رسېدلې، د قانون ترمخه په صوبه کې بلدياتي انتخابات په هم دغه کال د دسمبر په مياشت کې کول پکار وو.