لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګوادر پر سړکونو زرګونه بلوڅو ښځو د خپلو حقونو لپاره احتجاج پیل کړی


واشنګټن ـــ په بلوچستان کې "ګوادر ته حق ورکړئ" په نوم احتجاجي تحريک له تېرو څو اونيو راهيسي پېل شوی او له تېرو دوو اونيو د دغه تحريک غړي په ګوادر کې پر احتجاجي پرلت ناست دي.

د ګل- دوشنبې په ورځ زرګونه ښځينه احتجاج کوونکې هم د دې تحريک د احتجاج کوونکو په همغږۍ کې راووتلې.

د دې تحريک مشري د جماعت اسلامي ګونډ ایالتي جنرل سیکرېټري مولانا هدايت الرحمان کوي، بلوڅو ځوانانو لومړی لا ددې تحريک ملاتړ اعلان کړی وو، خو اوس يې په ملګرتيا کې ښځې هم راوتلې دي.

د څېړونکو له نظره دا د بلوچستان لومړۍ احتجاجي جلسه ده چې پکې په دومره لوی شمېر د هر عمر ښځو شرکت درلود.

احتجاج کوونکو ښځو د «مېرېن ډرايو» په نامه له ځايه احتجاجي لاريون پېل کړ، دوی د ښار پر بېلا بېلو سړکونو لاريون وکړ او او په اخيره کې يې د جي ډي اې پارک مخ ته خپل لاريون په احتجاجي جلسه واړاوه.

احتجاجي ښځينه ويناوالو وويل د ګوادر اسېدونکو ته دې د ژوند بنيادي حقوق ورکړل شي، د دوی په خبره حکومتونو تل ورته د ګوادر د ترقۍ کیسې اورولې دي خو له حقيقته لرې دي.

دوی وويل تش د نامه داسې ترقي څه کوي چې په کورونو کې يې بجلي اوبه نه شته، په ښار کې يې د صحت او تعليم بندوبست نه شته. د احتجاجي ښځو په وينا د دوی د نارينه وو د ګټې وټې دوې لارې دي. يو په نیژدې سمندر کې ماهيان نيول او بيا خرڅول او بل د ايران له سرحدي پولې د تېلو او خوراکي توکو راوړل او خرڅول دي.

د دوی په خبره د ماهيانو کبانو کار يې ځکه خراب شوی چې د ګوادر او جيوني په سمندر کې لوی سمندري د ښکار جهازونه په ناقانونه توګه هلته ورځي او هلته ښکار کوي چې له امله يې د دوی د برخې ماهي هم هغه ونيسي او د دوی سړي په تش لاس له سمندره کور ته ستنېږي.

دويم له ايران سره پر سرحدي پوله باندې پر کاروبار کولو حکومت بنديز لګولی دی، د دوی په خبره له دې کبله دوی له سختو معاشي ستونځو سره مخ دي.

احتجاج کوونکو وويل چې په ګوادر ښار کې پر امنيتي چوکيو خلک بې ځايه ځورول کېږي دوی له حکومت څخه وغوښتل چې له ښاره دې امنيتي څوکۍ و ايستل شي.

د ګوادر د ډمپرو مالکانو او ډرايورانو ايسوسي ايشن هم د احتجاجي تحريک په ملتيا د دوو ورځو لپاره خپلې ډمپرې د سړک غاړې ته د احتجاج په توګه درولې وې.

د ګوادر د ځایي خبريال صداقت بلوچ په خبره ددې احتجاج له وجې د چين او پاکستان تر منځ د اربونو روپیو روانې اقتصادي پروژې د بېلا بېلو منصوبو کارونه متاثره شوي.

د تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان په وينا د ښځو ګډون يې احتجاج او غوښتنو ته نور تقويت ورکړی، د هغه په خبره تر هغه به له احتجاجه لاس نه واخلي تر څو يې غوښتنې په عملي توګه نه وي منل شوې.

د بلوچستان وزير اعلا عبدالقدوس بزنجو د دوشنبې- ګل په ورځ د بلوچستان په تربت ښار کې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو چې د ګوادر د احتجاج کوونکو زياتره غوښتني یې منلې دي.

د بلوچستان حکومت په سرکاري جاري کړل شوي خبر کې د وزير اعلا له خولې لیکل شوي چې د تربت او بلوچستان د زياتره سيمو د خلکو روزګار پر سرحدي پولو له تجارت سره تړلی دی ځکه هغه له ايران سره پر پوله د ځايي خلکو د شناختي کارډ په واسطه د کاروبار کولو د اجازت اعلان کړی.

په خبر کې ویل شوي چې وزير اعلا عبدالقدوس بزنجو په ګوادر کې د لويو جهازونو له لارې د ماهيانو د غېرقانوني ښکار د سمدستي درولو امر کړی او د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوې چې پکې په ګوادر ښار کې شراب خانه تړل شوې او د امنيتي څوکيو چيک پوسټونه کم کړل شوي.

خو احتجاج کوونکي بيا وايي د حکومت دغه دعوې تر اوسه عملي شوې نه دي وايي چې کله عملي شي بيا به خپل احتجاجي پرلت ختموي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG