لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ننګرهار د کنټرول د پاره د طالبانو او داعش خراسان تر منځ څه روان دي؟


واشنګټن- د افغانستان په جلال اباد ښار کې په وړومبي ځل د واکمنو طالبانو او داعش خراسان ډلې تر منځ وروستۍ لاس په لاس وسله واله جګړه ښايي په راتلونکي کې داعش او ورسره مل نورې ډلې طالبانو ته لوی ګواښ جوړېدلی شي.

د ځايي سرچينو د مخه د تېرې ورځې جګړه د شپږو ساعتونو نه هم زياته روانه وه چې په وړومبي ځل طالبانو ته په ننګرهار ولايت کې غټ چيلنج ورپيښ شوی.

د داعش خراسان په حقله د امريکې مجلې فارن پاليسي د نومبر کال 2021 په تازه رپورټ کې دعوه کړې چې داعش خراسان د پاکستاني استخباراتي ادارې اي ايس اي نوې لاس پوڅې ډله ده چې په طالبانو د کنټرول ساتلو د پاره کارول کيږي.

پاکستان د فارن پاليسي د رپورټ په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني چارواکو په تېر کې ويلي داعش يوه ترهګره ډله ده چې په ملک کې په ترهګرۍ کې ککړه ده او په ضد يې ګامونه اخستلی شي.
داعش د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې په نومبر کې د يو شمېر بريدونو ذمه واري منلې ده.

پاکستان د تېر افغان حکومت نه د داعش د نيولي شوي پاکستاني مشر اسلم فاروقي پاکستان ته د ورکولو غوښتنه کړې وه خو افغان حکومت ورته انکار کړی و او د طالبانو د واک اخستلو پورې يې فاروقي په جېل کې ساتلی و.

د افغانستان د داخله چارو وزارت د حقاني ډلې په لاس کې دی خو د واک نيولو وروستو طالبانو د اسلم فاروقي په اړه څه نه دي ويلي چې هغه اوس چرته دی.

ننګرهار او ننګونه

د واشنګټن پوسټ د رپورټ تر مخه طالبانو 1300 جنګيالي د نورو ولايتونو نه ننګرهار ته ليږلي چې په خاصه توګه شمالي ولايتونو بلکې غټو ښارونو کې د امنيت د ټينګولو د پاره پوره خلک هم نه لري.

د افغانستان د پخواني حکومت يو لوړپوړي چارواکي وي او ای ډيوه ته څرګنده کړه چې د طالبانو سره اوس هم د سړو او هم د پيسو کمی دی او وايي دغه وجه ده چې طالبانو په شمال کې ډېرې ولسوالۍ نورو ته خالي کړي ځکه چې د امنيت ټينګولو د ستونزې سره مخ دي.

طالبانو په دې اړه کوم بيان نه دی ورکړی خو افغان ژورنالېسټ عبدالحق عمري ډيوه ته ويلي د طالبانو چارواکو ورته منلي په زرګونو جنګيالي يې ننګرهار او کونړ ته لېږلي چې د داعش خراسان خاتمه وکړي خو څېړونکي وايي داعش خراسان د طالبانو د پاره لوی سرخوږی جوړېدلی شي.

په جلال اباد وړومبۍ حمله پاکستان مېشت افغان مجاهدينو په کال 1989 کې هغه وخت کړې وه چې د شوروي اتحاد ځواکونه د افغانستان نه وتلي وو او د ډاکټر نجيب حکومت يې د دوو مياشتو د جنګ وروستو دفاع کړې وه او مخالفين يې په شا تمبولي وو.

د يادې حملې ناکامي د هغه وخت د اي ايس اي مشر جنرل حميد ګل هم منلې وه او ميډيا ته يې ويلي وو دا د پاکستان ناکامه هڅه وه چې د جلال اباد په نيولو کې يې د هغه وخت د وزير اعظم بينظير بهټو په اجازت د افغان مجاهدينو ښکاره مرسته کړې وه.
د سرچينو له مخه داعش خراسان د خپل سري خلافت بنياد هم په ننګرهار کې ايښودی او مرکز يې هم جلال اباد ګرځولی.

طالبان، حقاني نټ ورک او داعش خراسان

د پاکستان پخواني سفير او څېړونکي حسين حقاني د طلوع ټيلي وژن په داعش خراسان جوړې کړې ډاکومينټري کې ويلي “داعش خراسان يو راز دی ځکه چې دا د طالبانو نه خفه خلک وو خو په اخر کې يې رابطې د حقاني نټ ورک سره راوځي. د عملياتو طريقه يې د حقاني ډلې ده”.

ښاغلی حقاني چې د يو شمېر کتابونو ليکوال او د پاکستاني پوځي اېسټيبلېشمنټ يو معلوم نقاد دی د حقاني شبکې چې پاکستاني استخباراتي ادار اي ايس اي ته نزدې ګڼل کيږي او داعش خراسان تر منځ د نزدې اړيکو په اړه وايي “دا بېخي ممکنه ده که ووايم چې داعش د حقاني نټ ورک نوې څېره ده”.

فارن پاليسۍ په خپل رپورټ کې دا هم ويلي د واکمنو طالبانو د دوو غټو ډلو په منځ کې چې د يوې ډلې مشري ملا برادر او د بلې ډلې سراج الدين حقاني کوي په حکومت او اختيار جګړه روانه ده او د داعش عمليات او قوي کېدل د حقاني شبکې په ګټه ده.

د افغانستان د امنيتي چارو پخوانی مشير حمدالله محب او د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبيل هم طلوع ته ويلي داعش د اي ايس اي نوې پروژه ده.

دغه دعوه د فارن پاليسي په رپورټ کې هم شوې پاکستانۍ استباراتي ادارې د طالبانو نه خفه لا خلاف ډلو يو اتحاد د اسلامک اينويټيشن الاينس په نوم جوړ کړی چې د حقاني ډلې نه په کال 2020 کې بيل شوې ډله کاروان ابو عبيده، داعش او ګلبدين حکمتيار يې برخه ده.

د داعش او حقاني ډلې د اړيکو په حقله حمدالله محب ويلي “کار حقاني شبکه کوي او ذمه واري يې داعش اخلي او بله دا چې د داعش خراسان ډلې څوک هم نېغ په نېغه بيعد کولو له شام ته نه دي تلي چې د بېعد يو لازم شرط دی”.

داعش خراسان څوک دي؟

د امريکا حکومت د داعش خراسان اوسنی مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المحاجر پېژندل کيږي او په کال 2020 کې د ډلې مشر شوی ترهګر ګرځولی چې د خبرونو تر مخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پرتو سيمو کې پټ دی.
د امريکا د خارجه چارو وزارت په يو بيان کې ويلي “غفاري په ټول افغانستان کې د عملياتو مسؤل دی او د پيسو بندوبست هم کوي”.

د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر او په تېر حکومت کې نايب صدر امرالله صالح په خپل يو تازه ټويټ کې ويلي “غفاري د کال 2015 پورې د حقاني ډلې سره و. کورنۍ يې په پاکستان کې اوسيږي او افغان اين ډي ايس يې ټوله کورنۍ په شکر دره کې لټولې ده. هغه د داعش د ټول افغانستان مشر نه دی”.

عبدالحق عمري چې په داعش خراسان د طلوع ټي وي د ډاکومينټري د پاره د ننګرهار اڅين ولسوالۍ ته تلی و ډيوه ته وايي د داعش ډېری خلک د کال 2017 د بمونو مور نومې بم غورزولو له کبله وژل شوي و او وايي هغه سمستې او غارونه يې وليدل چې د بم د زوره په دوی کښېناستلي وو.

اڅين چې اچين بلل کيږي د ننګرهار هغه برخه ده چې د ډيونډ په کرښه د پاکستاني سيمو سره لګيچرته چې داعش د پاکستاني شهري ابو سعيد په مشرۍ کې په کال 2015 کې داعش خراسان خلافت اعلان کړ.

ابو سعيد چې د پاکستان د اورکزو سيمې و په اړه يو ځايي تن وايي ده ليدلی و په اچين کې ميشت و چې کله د پاکستان نه راواوړېدو نو د اسد خېلو او نورو کلو خلکو ته يې ويل مونږ له پناه راکړئ مونږ د پاکستان د ظلم نه راتښتېدلي يو.
وايي خلکو ورله کورونه او ځايونه ورکړل خو هغوی په لږو ورځو کې دومره قوي شول چې ځايي خلک يې د ساحې نه وويستل او ناوړي ظلمونه يې شروع کړل.

داعش خراسان د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولايت درزب ولسوالي هم تر ډېره وخته نيولې وه خو د داعش خلاف د طالبانو او افغان ځواکونو د بريدونو له مخه يې نزدې 800 وسله وال افغان پوځ ته تسليم شوي وو او دغسې يې هغلته خاتمه شوې وه.

په شمال کې د داعش خراسان عملياتو او شتون روس او چين هم انديښمن کړي ځکه د رپورټونو د مخه د داعش په صفونو کې د ويغور مسلمانانو وسله واله ډله او دغسې د ازبکستان اسلامک مومنټ ډله هم شتون لري.

د افغان طالبانو او امريکا تر منځ چې اوس بيا په دوها قطر کې خبرې اترې کوي تېر کال لوظنامه شوې چې د داعش خلاف به طالبان وسله وال جنګ کوي او څېړونکي وايي ممکن ده امريکا په دې لړ کې د طالبانو مرستو ته ځان ورورسوي.

يو بل تن چې د داعش خراسان غړی پاتې شوی طلوع ته وايي “واک اختيار ټول د پاکستانيانو و. وسله او پيسې د هغوی وې هر څه د هغوی وو. مونږ له به يې په وړومبۍ کې ډېرې پيسې راکولې بيا څه وخت پس کمې شوې. مونږ به ترې تپوس کوو چې دا پيسې د کومه راځي ويل به يې دا د شام نه راځي”.

په دې اړه امرالله صالح په يو بل ټويټ کې وايي “داعش ته پيسې، وسله وال او وسله د کومې ورځي؟ د شک کونکو، رد کونکو، مامله کونکو او په هنر دروغ ويونکو د پاره دا چې پاکستان وړومبی بن لادن نه منو تر څو په ايبټ اباد (امريکايان) وروختل. تر هغه وخته يې د کويټې شورا نه منله تر څو ورته په قطر کې دفتر خلاص کړي. د حقاني شبکې شتون يې د 15 اګست پورې نه منلو او اوس د دې نه انکاري دی چې داعش هغلته پټ ځايونه لري. تر کومه؟ دې ته کيپشن ورکړئ”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG