لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ: پوځ د ملک د دفاع دپاره دی، نه چې د کاروبار دپاره، دفاعي ځمکې د تجارت دپاره نه شي کارېدی


د پاکستان سپريم کورټ د کنټونمنټ په ځمکو د کاروباري هلوځلو پرضد قضيې په اورېدنه کې د سيکرټري دفاع رپورټ ناخوښه ګرځولی او رد کړی دی، او بيا د اټارني جنرل په خواست عدالت د رپورټ بيرته اخستو اجازه ورکړې ده.

د نهې/ سه شنبې په ورځ (30 نومبر) د چيف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې د کنټونمنټ ځمکې د کاروباري هلوځلو پرضد د قضيې په اورېدنه کې ویلي، چې ایا سنېماګانې، شادي هالونه، سکولونه او کورونه د دفاعي مقصد دپاره جوړ شوي دي؟.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه چيف جسټس ويلي، که سنېماګانې، شادي هالونه، او کورونه جوړول دفاعي هلې ځلې دي نو بيا دفاع څه ده؟، په کراچۍ کې ټول غېر قانونه ودانۍ ورانول کيږي، داسې نه شي کېدی چې پوځ غېر قانونه ودانۍ پرېږدي، که د پوځ غېر قانونه ودانۍ پرېښودی شي، نو پاتې به څنګه وغورځول شي؟.

په سپريم کورټ کې د کنټونمنټ په ځمکو د ودانيو جوړولو د قضيې په اورېدنه کې سيکرټري دفاع لفټننټ جنرل (ر) میا هلال حسېن عدالت ته وړاندې شوی دی.

چيف جسټس ګلزار احمد اټارني جنرل ته ویلي، تاسو د دفاع سيکرټري ته اووايئ چې کوم رپورټ يې جمع کړی هغه سم نه دی، په رپورټ کې ويل شوي چې ودانۍ غورځول شوي خو هغه اوس هم ولاړې دي.

نوموړي جج ويلي، چې د کراچۍ ټولې غېر قانونه ودانۍ غورځول کيږي، داسې نه شي کېدی چې د پوځ غېر قانونه ودانۍ پرېښودی شي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه چيف جسټس اټارني جنرل خالد جاوېد ته ويلي، پوځ به څوک پوهه کوي؟د پوځ سره قانوني مرسته نشته، پوځي چارواکي چې څه غواړي هغه کوي، او پوځ چې د کومو قوانينو د لارې کاروباري هلې ځلې کوي هغه اييني نه دي.

نوموړي جج دا هم ويلي دي، د پوځي هلو ځلو دپاره ګېرېژن او د اوسېدو دپاره کنټونمنټس دي، سي اېس ډي وړاندې يواځې د پوځ دپاره وو، اوس هلته هر سړی ځي.

هغه زياته کړې د کنټونمنټس ټولې ځمکې به خپل ځای ته راوستل وي، هغه په ډاګه کړې چې پوځ د ملک د دفاع دپاره دی نه چې د کاروبار دپاره.

په اورېدنه کې په کراچۍ کې د ځينو پوځي ځايونو يادګېرنه هم شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG