لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغان ځواکونو د مخکینیو غړو پر وژنه او تښتونه ژوره اندېښنه ښکاره کړې


واشنګټن ـــ د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم تر هغه رپوټ وروسته چې وایي‌ طالبانو د مخکیني حکومت شاوخوا 100 کارکوونکي وژلي او تښتولي دي، امریکې ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي‌ طالبان دې د بخښنې پر ژمنه عمل وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ په قطر کې له طالبانو سره تر دوه ورځنیو خبرو وروسته پرون پر خپل ټویټر لیکلي، طالبانو ته یې د هغوی د انتقامي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده:

"طالبان خبر دي امریکا د افغان ملي ځواکونو د مخکینیو غړو د وژنې او لادرکۍ د رپوټونو په اړه شدیده اندېښنه لري، پر طالبانو مو ټینګار وکړ پخپلو لیکو کې دې د بخښنې د ژمنې ډاډ ورکړي او له ذمه وارو کسانو سره دې حساب وکړي".

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم د نومبر پر 30مه پخپل یو تفصیلي رپوټ کې ویلي، طالبانو له واک تر لاسه کولو وروسته د اګست له 15مې تر اوسه په څلورو ولایتونو غزني، کندوز، کندهار او هلمند کې تر 100 مخکیني پولیس او استخباراتي افسران یا وژلي او یا یې په جبري توګه لادرکه کړي دي.

طالبانو تر اوسه د بشري حقونو د څار تنظیم د رپوټ او د امریکې د اندېښنو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو په تېرو اوونیو کې یې هم د تېر حکومت د کارکوونکو د انتقامي وژنو رپوټونو ته د ډاډ وړ جواب نه دی ویلی.

د تېر افغان حکومت د ملي امنیت شورا مخکینی ویاند رحمت الله اندړ وایي، طالبانو نه یواځې د تېر حکومت مخکیني کارکوونکي بلکې د ټولنیزو رسنیو مخالفین او ناقدین هم وژلي او تښتولي دي. ښاغلي اندړ د وي او اې همکارې منزې شهید ته په مرکه کې وویل:

"هر هغه څوک چې جګړه یې کړې او په [مخکیني] نظام کې یې کار کړی دی په یو ډول نه یو ډول په نخښه شوی،‌ اذیت ورته رسېدلی او سپک شوی دی، موږ چې څومره معلومات تر لاسه کوو د امنیت کسان په نخښه کېږي".

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په تېره ستمبر میاشت کې پخپل یو ږغیز پیغام کې منلې وه چې طالبانو ځینې کسان په خپلسرې توګه وژلي او طالبانو ته یې ویلي وو د بخښنې د عمومي اعلان سرغړونه دې نه کوي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وایي، د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ ډېر ناوخته خپور شو او وایي په تېرو درو میاشتو کې د تېر حکومت کسان تر هغه ډېر زیات وژل شوي او بې درکه کړل شوي چې څومره د ایچ آر ډبلیو په رپوټ کې یاد شوي‌ دي.

عرفان اشرف د وي او اې همکارې منزې شهید ته په «هیلو وي او اې» پروګرام کې وویل، نه یواځې د تېر حکومت کارکوونکي بلکې د هغوی د کورنۍ غړي هم سخت په ویره کې دي او طالبانو پر تشدد کړی دی:

"د افغانستان امنیتي حالت اوس هغسې نه دی چې دوی [ایچ آر ډبلیو] وایي هلته تر سلو پورې مړي شوي بلکې زه وایم په دې اړه د ملګرو ملتونه تفصیلي رپوټ پکار دی، زما په خیال هلته د امنیت حالت ډېر خراب دی".

د افغانستان د خپلواکه کمېشن مخکینۍ کمیشنره شنبم صالح وایي، که په کومو خلکو د جرمونو تور وي نو د هغوی د څېړنې بهیر ډېر وخت اخلي،‌ خو وایي طالبانو چې په درو میاشتو کې دومره کسان وژلي معلومېږي چې بې له عدالت او محاکمې یې وژلي دي. مېرمن صالحي وي او اې ډیوه ته وویل:

"زه فکر کوم یو خو هغه جرایم دي چې طالبان یې مستقیم تر سره کوي او یو هغه دي چې غیرمستقیم یې تر سره کوي، غیرمستقیم په دې مانا چې دوی هغه ټول زندانیان را خوشي کړو او د انتقامي وژنو لپاره یې لاره پرانیسته او ځان ته یې بهانه جوړه کړه چې ووايي دا موږ نه یو دغه کسان دي انتقامي وژنې کوي، دوی چې د امنیت راوستلو دعوې کوي‌ ولې یې دغه کسان ونه نیول او محاکمنه یې نه کړل".

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي د هغو 47 وژل شویو او جبري لادرکه کسانو په اړه یې معلومات را غونډ کړي چې مخکې یې له افغان ملي اردو، پولیسو، استخباراتي ادارو او نورو حکومتي ادارو سره کار کاوه.

د یادونې وړ ده چې د اګست له پینځلسمې راهیسې د اشرف غني د تېر حکومت، پارلمان، پوځ او نورو ادارو ډېر چارواکي نورو هېوادونو ته تللي دي خو زیات یې لا هم په هېواد کې دي او رپوټونه وایي چې د طالبانو له ممکنه انتقامه پټ ژوند کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG