لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته «غلط فهمي» بلل شوې او ختمه شوې


واشنګټن ـــ د ایراني سرحدي ځواکونو او د طالبانو د وسلوالو تر منځ په نیمروز ولایت کې د افغانستان او ایران پر ګډه پوله وسلواله نښته شوې چې د ایراني او طالب چارواکو په وینا پای ته رسېدلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، دا پېښه د دوی د وسلوالو او ایراني ځواکونو تر منځ د ناسم پوهاوي له کبله شوې خو وایي د مخنیوي لپاره یې د دوی مشرانو خپلو وسلوالو ته لارښوونه کړې ده:

"نن ورځ د افغانستان د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په محلي سطحه کومه لانجه رامنځته شوې چې اوس وضعیت کابو شوی".

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلې تسنیم خبري ایجنسۍ د دې پېښې لومړی خبر ورکړی وو چې وایي د چارشنبې- شورو د ورځې له غرمې وروسته د د ایراني پوله ساتونکو او طالبانو تر منځ د غلط فهمۍ په وجه نیمروز ته نیژدې د شغالک په سیمه کې نښته شوې ده.

پر ټولنیزو رسنیو هم ویدیوګانې خپرې شوي دي او پکې ادعا شوې چې طالبانو د ایراني پوله ساتونکو سره جګړه کړې ده، خو دا نه معتبرو سرچینو نه ده تایید کړې چې دا وېډیوګانې د دې تازه نښتې دي که نه.

په کابل کې د ایران سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده له خولې ولیکل چې د نیمروز ولایت سره د ایران د سیستان ولایت په پوله "د سرحدي اوسېدونکو تر منځ سرحدي اختلاف د ډزو سبب" شوی دی.

د ایران سفارت ویلي دي چې د دواړو خواوو د پوله ساتونکو په همغږۍ موضوع تر کنټرول لاندې راوستل شوې او نښته پای ته رسېدلې ده.

خو د تسنیم خبري ایجنسۍ په رپوټ کې راغلي، نښته هغه وخت وشوه چې یو شمېر ایراني کروندګر د پولې تر دېوالونو تېر شوي او طالبانو په دې ګومان- چې د افغانستان پر پوله تېری شوی- د ایران په لور ډزې کړې دي.

په افغانستان کې د آماج خبري ایجنسۍ وایي طالبانو د ایران د سرحدي ساتونکو څو چیک پوسټونه هم نیولي خو د ایران د تسنیم خبري ایجنسۍ د یوې ایراني سرچینې په وینا- چې نوم یې نه دی ذکر کړی- دغه رپوټ رد کړی دی.

د طالبانو یوه بل ویاند بلال کریمي د طلوع نیوز سره په خبرو کې د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ نښته تایید کړې او ویلي یې دي دغه نښته پای ته رسیدلې ده خو د جګړې د علت په هکله یې معلومات نه دي‌ ورکړي.

د طالبانو یو بل چارواکي ازادۍ رادیو ته ویلي دغه نښته دوې ګنټې روانه وه او ځینې ناتایید شوي رپوټونه پکې د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکوي خو تر اوسه په په دې اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ایران له افغانستان سره شاوخوا 900 کیلومیټره ګډه پوله لري چې 236 کیلومیټره یې د افغانستان پر نیمروز ولایت او د ایران پر سیستان ولایت باندې تیریږي. پر دغه پوله چې د تګ راتګ زیات لارې لري تل د انساني او مخدره توکیو د قاچاقبرانو د تګ راتګ له کبله نښتې کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG