لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د شمېرنې اداره: د نومبر په میاشت کې ګراني درې فیصده نوره زیاته شوې


مردان ـــ د پاکستان د شمېرنې اداره وایي روان کال د نومبر په میاشت کې ګراني 11.5 فیصده ته رسېدلې او په دې کې درې فیصده اضافه شوې. د ادارې په وینا په اکتوبر کې ګراني 9.2 فیصده وه.

د خزانې وزارت وایي په نړیواله کچه د ګرانۍ، د روپۍ د ارزښت غورځېدو او د موسمي اثراتو له وجې د خوراکي شیانو قیمتونه زیات شوي دي.

اقتصادي پوهان وایي په راتلونکي وخت کې به ګراني نوره هم زیاته شي ځکه چې وایي مرکزي حکومت د پور اخیستو دپاره د ای ایم ایف شرطونه پوره کوي چې ورسره به د توانایۍ بیعې لوړې شي .

په خیبر پښتونخوا کې ځایي اوسېدونکی اعظم خان یو سرکاري نوکر دی، دی وایي د توانایي د بیعو د زیاتوالي سره د ضرورت ټول شیان ګران شوي دي. اعظم خان وي او اې ډیوه ته وویل:

٫٫ د غوړو پینځه کیلوګرام ډبه وړاندی په 700 روپۍ وه خو اوس په 1900 ده، 20 کیلو اوړه به په 700 روپۍ وو، اوس 1,400 روپۍ ته رسېدلي او نور ضرورتونه د ماشومانو د سکول فیسونه جامې پیزار کتابونه دي او ګراني دومره زیاته شوه چې د بجلۍ بلونه د خلقو د وس نه بهر دي او د ګیس بِل چې به وړاندې 800 وو اوس 2000 روپۍ ته رسېدلی، په یوه تنخا ضرورتونه نه پوره کیږی ،،.

د پاکستان وزارت خزانه وایي په نړیواله کچه چې د خوراکي شیانو بیعې زیاتی شوې، د پاکستاني روپۍ قیمت هم کم شوی او د موسمیاتي اثر له وجې هم د خوراکي شیانو بیعې لوړې دي.

د پاکستان د شمېرنې د ادارې د رپوړټ مطابق په کال 2020 فروري کې ګراني له 12.4 نه 8.9 فیصده ته راکمه شوې وه خو په ملکي کچه د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې یو ځل بیا 11.5 فیصده ته زیاته شوه. اداره وایي د تېرې نومبر میاشتې په مقابل کې ګراني درې فیصده زیاته شوې ده.

د رپوړټ مطابق یواځې په نومبر کې ټماټر 131 فیصده ګران شوي، غوړي 10.87 فیصده، سبزۍ 10.47 فیصده، د چرګو هګۍ 10.19فیصده، خوراکي تېل 9.71 فیصده او الوګان 8.85 فیصده ګران شوي او بیا د پیازو بیعې 7.9 فیصده او چرګان 4.34 فیصده ارزان شوي هم دي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي په راتلونکي کې ګراني نوره هم زیاتېدای شي، ځکه چې وایي د وړاندې نه د توانایۍ بیعې زیاتې دي او د هغې اثر په ګرانۍ شوی دی:

"د پاکستان حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف سره د شپږو اربو ډالرو پور د معاهدې د بیا بحالۍ دپاره لوظنامه کړې او دې سره به د توانایي بجلۍ او پټرولو بیعې نورې زیاتې شي او د هغې اثرات به په عامو خلکو کیږي".

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان تیره میاشت د غریبو او بې وزله خلکو دپاره 120اربه روپۍ رعایتونه اعلان کړي وو او ويلي یې وو چې دې سره به 13کروړه خلکو ته په 30 فیصده رعایتي نرخونو خوراکي شیان تر لاسه کېږي.

د یادونی وړ ده چې هم نن د بجلۍ د قیمتونو د تړلو ادارې نیپرا تقسیم کار کمپنیو ته ویلي چې د اکتوبر د میاشتې نه د فیول ایډجسمنټ په مد کې د يوې میاشتی دپاره 4.74 روپۍ اضافه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG