لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: حکومت دې د کرونا د نوي ډول د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړي، پي اېم اې


په پاکستان کې د ډاکټرانو اتحاديې (پاکستان مېډېکل اېسوسي اېشن، پي اېم اې) د کرونا د نوي ډول په مخې ته راتلو اندېښنه څرګنده کړې او په حکومت يې غږ کړی چې چوکس پاتې شي او د کرونا د نوي ډول ملک ته داخلېدو نه د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړي.

پي اېم اې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (لومړي دسمبر) په کراچۍ کې د بېړنۍ غونډې وروسته ويلي، په جنوبي افريقه کې د کوېډ 19 د نوي ډول اوميکرون مخې ته راتلل د اندېښنې وړ دي، کوم چې په ګرده نړۍ کې د ويري حالات جوړ کړي دي.

پي اېم اې د صحت د نړيوالې ادارې له قوله ويلي، چې اوميکرون د نړۍ لږ تر لږه 19 هېوادونه ته رسېدلی دی.

د کرونا وايرس نوی ډول اوميکرون په وروستیو کې په جنوبي افريقا کې مخې ته راغلی، په نورو هېوادونو کې يې ښکاره کېدل پېل شوي دي. او د امریکا په ګډون ځينې هېوادونو د افريقا سره د څو نورو ملکونو نه په ورتګ بندېزونه هم لګولي دي.

د ډاکټرانو اتحاديې د پاکستان په حکومت غږ کړی چې چمتو اوسي، او د کرونا د نوي ډول ملک ته داخلېدو د مخنيوي دپاره په سمدستي ډول ګامونه پورته کړي.

پي اېم اې حکومت ته ويلي، په هوايي اډو، بندرونو، او نورو راتلونکو لارو دې سکريننګ او د څارنې اسانتیاوې سېوا کړي، معاينې دې بيا پېل کړي، او د هغو ملکونو چرته چې نوی ډول ښکاره شوی، څخه راتلونکو مسافرو دې کلکه څارنه وکړی شي او که په چا کې د کوېډ 19 کومې نخښې ښکاره کيږي هغه دې قرنطين کړی شي.

په 29 نومبر د پاکستان مرکزي وزير او د کرونا وبا کتو دپاره جوړې مرکزي کمېټۍ (اېن سي او سي) مشر اسدعمر وايي "د کرونا وايرس نوی ډول (اوميکرون) به پاکستان ته هم راځي څنګه چې په نوره نړۍ کې خور شوی دی، او زمونږ سره د دوه نه درې پورې اوونۍ دي چې مونږ پکې زیات نه زيات ويکسين ولګوو او د وايرس د دې ډول د خطرې مخنيوی وکړو".

پاکستاني چارواکو او ډاکټرانو په خلکو غږ کړی چې ويکسين ولګوي او احتياط وکړي.

پي اېم اې اندېښنه څرګنده کړې که د خلکو خيال وي چې په پاکستان کې کرونا نشته، نو د کرونا پينځمې څپې پله تلی شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG