لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر بایډن د اومېکران له امله نوي محدودیتونه اعلانوي


واشنګټن – تمه ده د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړي، چې امریکا ته راتلونکي مسافر به د کورونا لپاره هرومرو ټیسټ کېږي، په الوتکو، اورګاډو او بسونو کې به مسافر ماسکونه تړي او په راتلونکو میاشتو کې به نورو هېوادونو ته د کورونا په میلیونونو ډوزه واکسین واستوي.

بایډن دغه اعلان د روغتیا په ملي انسټیټیوټ کې په داسې وخت کې کوي چې د کورونا د نوي اومېکران ډول لومړنۍ پېښه تېره ورځ په امریکا کې وموندل شوه.

د بایډن له ټاکل شویو خبرو مخکې سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویلي، امریکا ته د راتلونکو مسافرو د کورونا ټېسټ باید له سفر څخه یوه ورځ مخکې منفي وي چې په تر اوسه دغه موده درې ورځې وه.

بیان زیاتوي، چې دغه قانون به په امریکایانو او بهرنیانو یو ډول عملي کېږي.

ټاکل شوې وه چې په الوتکو او عامه ټرانسپورټ کې د مسافرو لخوا د ماسکونو اچولو نېټه د جنورۍ په ۱۸ نېټه پای ته ورسېږي خو اوس تمه ده چې د مارچ تر میاشتې اوږده کړای شي.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې دا هم راغلي دي، چې د بایډن اداره ژمنه کوي چې په راتلونکو سلو ورځو کې به تر ۲۰۰ میلیونو ډوزو زیات د کورونا واکسین نورې نړۍ ته واستوي.

په امریکا کې به په دې اړه عامه پوهاوی زیاتېږي چې خلک د واکسین بوسټر شاټ واخلي او هغه کسان چې لا تر اوسه یې واکسین نه دی اخیستی د کورونا واکسین واخلي.

د بایډن د ادارې بل پلان به دا وي چې په کورونو کې د کورونا د ټېسټ کولو وسیلې وړیا کړي هعغه چې د روغتیايي بیمې لاندې دي.

همدارنګه د امریکا په هغو ایالتونو کې چې د کورونا د پېښو د زیاتوالي راپور پکې ورکړل شوی د بیړني غبرګون ډلې به له ناروغانو ډکو روغتونونو سره مرسته وکړي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلی کارپوه او د بایډن روغتیايي سلاکار د شورو یا چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې په دې ټینګار کړی چې خلک واکسین او بوسټر شاټونه واخلي.

هغه دا هم ویلي، چې په امریکا کې کابو ۶۰ میلیونه کسان چې د واکسین اخېستلو په شرایطو برابر دي تر اوسه یې واکسین نه دی اخیستی.

د ولسمشر بایډن روغتیايي سلاکار ډاکټر انتوني فاوچي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې ناروغ کس د نومبر په ۲۲ نېټه له جنوبي افریقا څخه امریکا ته راستون شوی وو او د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا لپاره معاینه شوی وو.

فاوچي دا هم وویل،‌ چې په یاد کس کې د کورونا خفیفې نښې وې، په خپله یې ځان قرنطین کړی دی په او په ښه کېدو دی.

ده زیاته کړه چې په اومېکران اخته شوي کس د کورونا واکسینونه هم اخیستي وو خو دریم بوسټر دوز یې لا پاتې وو.

د امریکا په ګډون په لږ تر لږه ۲۴ هېوادونو کې د کورونا اومېکران ډول موندل شوی دی.

ډاکټر فاوچي وړاندې وویل، څېړونکي به په راتلونکو دوو اونیو کې د اومېکران د خپرېدو په زور او په دې پوه شي چې شته واکسینونه څومره خلک ترې ژغورلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG