پاکستاني رسنۍ وایي د پنجشنبې یا زیارت په ورځ دډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ نور هم غورځېدلی اؤ دبینکونو دننه یو ډالر په 176.65 روپو پلورل شوی دی.
اقتصاد پوهان دپاکستاني روپۍ دپرله پسې نرخ غورځېدو علت دهیواد تجارتي خساره اؤ درامدي بل کې زیاتوالی ښایي.
د پاکستان د خزانې وزارت وایي په روان مالی کال کې د پاکستان تجارتي خساره د ۲۰ اربه ډالرو نه زیاته شوې او یوازی تیره میاشت په نومبر کی تجارتي خساره د پنځوؤ اربو ډالرو څخه اوښتې ده.
د رسنیو د رپورټونو له مخې د زیارت په ورځ دبینکونو دننه دپاکستاني روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ یوه روپۍ اؤ 35 پیسې په بره تللی دی .
خو په خلاص مارکیټ کې بیا یو ډالر په 177.50 روپۍ پلورل شوی دی.
پاکستان کې دپیسو دتبادلې دکمپنیو داتحادیې عمومي سکتر ظفرپراچه دپاکستاني روپۍ د ارزښت کمیدو علت دسعودي څخه پاکستان ته ورکړل کیدونکو پیسو کې ځنډ ښودلی دی اؤ ډان ورځپاڼې ته یې ویلي چې دهیواد درامدي بل کې اضافه هم د روپۍ دبیعې ټيټیدو لامل شوې ده.
پاکستان کي د اېکسچېنج کمپنيانو د اتحاديې مشر ملک بوستان هم وایي چې دامهال دپاکستان درامدي بل 33 اربو ډالرو ته لوړ شوی اؤ تجارتي خساره هم پرله پسې مخ په زیاتیدو ده چې له دې امله د ډالر نرخ مخ په بره روان دی.
پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، غېر ملکي ذخایر یې په کمېدو دي، د خسارې کچه یې جګه شوې ده او د ګرانې کچه یې هم دا مهال 11.5 فيصدي ته لوړه شوې ده.
د پاکستان مرکزى بنک وايي اوس مهال د هېواد غېر ملکي ذخاير 23 بيلينه ډالرو ته رسېږي.
سعودي عرب داکتوبر میاشت کې پاکستان ته د دريوؤ بيلينه ډالرو قرضې ورکولو منظوري ورکړې ده خو دغه پیسې لا پاکستان ته نه دي سپارل شوي .
دپاکستان د دولتي بینک دبیان له مخې د سعودي ترقیاتي فنډ (اېس اېف ډي) به د پاکستان سټېټ بینک سره د درې بلینه امریکایي ډالرو اضافه وکړي. دغه اضافه شوې مقدار پیسې به، د لوظنامې په بنیاد، د پاکستان د سټېټ بینک د غیرملکي زرمبادلې برخه وګرځي.
د اقتصادي چارو کارپوهه او د پېښور پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې استاد ډاکټر ځلاکت خان اوړمه ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ سعودي عرب پاکستان ته د درې بيليېنه ډالرو دا پور په څلور فيصدي شرحه سود سره ورکوي .
هغه وایي پاکستان به دا پېسې کارولی نشي،بلکې دا به یوازې دپاکستان په خزانه کې ددې لپاره پرتې وي چې غیر ملکي ذخایر یې سېوا شي. او چې کله هم سعودي عرب وغواړي نو د 72 ساعتو په نوټس به پاکستان دا رقم بېرته ورکوي.